Wednesday, February 3, 2016

د سیاسی افکارو تاریخ

د سیاسی افکارو تاریخ

مقدمه

          سیاست د انسان د ژوند سره تړلی مسلک او چاره ده، د هغه ورځه راهیسی چی انسان مدنی ژوند پیل کړی ورسره سم یی د خپل ژوند او ټولنی د چارو د سمون او تنظیم په موخه واکمنی رامنځ ته کړی، د واک او حکومت بنسټ سیاسی فکر او سیاسی جوړښتونه تشکیلوی له همدی امله د بشری تاریخ په اوږدو کی د سیاست پوهانو افکارو او نظریاتو په سیاسی واکمنیو او د انسانانو په ژوندانه کی بدلونونه او پرمختګونه او لاس ته اوړنی یو ډول دوخت له سیاسی انده او نظره اغیزمن شوی. په دی توګه اړتیا لیدل کیږی چی سیاسی افکارو تاریخ تر څیړنی لاندی ونیول شی. د سیاسی افکارو د تاریخ څیړل، شننه (تحلیل) او زده کړه د سیاسی علومو محصلینو، سیاست پوهانو، سیاستوالو او عام ولس ته اړینه اړتیا ده او موږ ته دا را زده کوی چی د تیرو زمانو واکمنو حکومتونو، ټولو واکمنیو اصلی سیاسی دولتونو، نظامونو، چارواکو او سیاست والو کړو وړو د فعالیتونو او نظریاتو څخه پوهه ترلاسه کو، له بل لوری د واکمنو او واکمنیو سره د سیاسی فکر او نظر له اړیکو خبریږو، همدا ډول هغه بریاوی، نیمګړتیاوی ماتی، غورځی پرځي، پرمختګونه او شاتګونه چی په ټولنیزو فرهنګی، سیاسی او اقتصادی ډګرونو کی رامنځ ته شوی واک او واک پوهی (سیاست پوهنی) سره تړاو لری معلومات وړاندی کوی، په دی توګه انسانان کولی شی چی له تیر څخه عبرت او درس اخیستنی سره اوسنی وضعیت پرتله او راتلونکی سنجولی شی له همدی امله د سیاسی افکارو تاریخ زده کړه ضروری جمبه لری همدا ډول شلمه پیړۍ په انسانی ژوند ځانګړی ډول سیاسی، اقتصادی ژوندانه کی د ژور بدلونونو، سیاسی اواقتصادی پرمختیاوو، سیاسی بوختیاوو، د سیاسی ښونځیو او سیسټمونو د رامنځ ته کیدا شاهده وه، او نړۍ یی پر دوو سیاسی بلاکونو لویدیځ پانګوالی او ختیځ سوسیالیزم وویشل شو، چی ډیری ستونزی او کړاونه یی را و ټوکول. د ښی موندنی لپاره باید سیاسی افکار په رښتنی ډول و پلټل شی که څه هم سیاسی افکار تر ډیره خیالی او انقلابی وی، خو د وخت د غوښتنو لږ بهروی تر ډیره هر سیاسی فکر د خپلی ټولنی او د وخت زیږنده وی.

 

د سیاست تعریف

د یو هیواد په داخل کی د وګړو، ډلو او حزبونو تر منځ د اړیکو او د حکومتی کارونو صلح آمیزی او غیر صلح آمیزی رهبرۍ، او په نړیواله کچه د یو دولت اړیکی د نورو دولتونو سره ته ، سیاست ویل کیږی.

 

د سیاست د علم بنسټ ایښودونکی

د سیاست Politics کلیمه د یونانی ژبی د Polis څخه اخیستل شوی چی د ښار معنی ورکوی.

ارسطو ویلی دی (انسان د Physic په حکم هغه موجود دی چی په Polis کی د ژوند کولو لپاره پیدا شوی دی). د یونانیانو له نظره د یو ښار د چارو په هکله پوهی ته سیاست ویل کیدی. اما په یونان کی ښار او دولت یو له بل څخه نه بیلیدونکی ؤ. یونانیانو په هغه ځای کی ژوند کاوه چی نن هغو ته (شهر – دولت) وایو. د Polis کلیمه په یونانی ژبه کی یواځي د ښار نغاړونکی نه وه، بلکه د (دولت) او (جامعه) لپاره  به هم استعمالیده.

د ځینو پوهانو له انده د ښار مفهوم د یونانی Polis سره فرق لری ځکه چی په یونان کی د خلګو د اوسیدلو ځای ته ښار وایی. خو Polis په پيل کی هغه قلا وه چی په یونان کی جوړه سوی وه. اما د وخت په تیریدلو سره یی مهفوم تغیر وکړی او دسیاسی منظمی ټولنی لپاره په کار یوړل شوه. ځینی څیړونکی وای چی د Polis کلیمه د آتن د اسنادو له مخی د یو هیواد د سیاسی ټولنی اړیکی د نورو هیوادو سره په معنی استعمالیده. که چیری د Polis کلیمه د پخوانی یونان د ژبی څخه جلا کو نو د (ښار – دولت) د کلیمو پوهیدل به بی معنی شی، په واقعیت سره سیاست په یونانی معنی کی په ښار باندی د حکومت علم ته ویل کیدی چی دغه معنی (سی لی) مطرح کړه او سیاست یی د ښارونو علم په نوم یاد کړی.

د نن ورځي منل شوی د سیاست مفهوم د سیاست د علم د مفهوم څخه لیری والی لری، نن ورځ د سیاست کلیمه د حکومت او ټولنی د روانو مسائلو ته چی په علمی مهفوم کی سیاسی او اقتصادی ماهیت د ځان سره لری اشاره کوی.

د رابرت ډال د ویلو په اساس:

( سیاست د بشری ژوندانه اجتناب نه منونکی حقیقتونه دی. انسانان د ژوندانه په هره لهظه کی د یو ډول سیاسی مسائلو سره لاس او ګریوال دی.)

 

 

یونانی پریکلیس ویلی دی:

(هغه څوک چی دسیاست په چارو کی مداخله و نه کړی هغه ته باید د بی ازاره ښاری اوسیدونکی صفت ورنکړو بلکه هغه ته باید بی خاصیته ښاری اوسیدونکی وویل شی). کله چی وایو یو څوک د سیاست سره علاقه لری له دی څخه هدف دا دی چی دی د هیواد له جاری مسائلو لکه دصادراتو مسایلو،وارداتومسایلو دقواو په تفکیک پوری اړوندمسایلو  (اجرائیه قوه، قضایه قوه او مقننه قوه)، د سیاسی سازمانونو اوحزبونو  فعالیتونو، د کار او کارګر  مسائل او داسی نورومسایلو  سره اود سیاسی، اقتصادی، فرهنګی او ټولیزو فعالیتونو سره علاقه او توجه  لری.

          په دی معنی سره سیاست د یو علم څخه لیری والی لری او ځینی پوهان په دی نظر دی چی د سیاست علم نظری جنبه لری او سیاست خپله عملی جنبه لری.

ځینی فرانسوی پوهان په دی عقیده دی چی د سیاست علم په مجرد ډول وجود نلری، ټول هغه اجتماعی علوم چی د بشری ټولنی د کارونو سره سر او کار لری د سیاسی علومو په نامه یادیږی او د سیاست علم یو له هغو څخه دی. نو پر دی اساس د سیاست علم، جامعه پیژندنه، اقتصاد، اخلاق ټول سیاسی علوم دی او دغه علوم یو له بل سره تړاو لری. بنا ً باید د سیاست علم په مجرد ډول استعمال نشی ځکه چی موږ نشو کولای په صحیح ډول حقایق تر مطالعه لاندی ونیسو، دوی په دی باور ؤ چی د سیاست د علم پر ځای باید سیاسی علوم وویل شی.

دوی دا استدلال کاوه چی حکومت داری د مختلفو جوانبو درلودونکی ده نو پر دی اساس باید حکومت د حقوقی، اقتصادی، اداری، اجتماعی او تاریخی لحاظه تر څیړنی لاندی ونیول شی. په یواځي ډول سیاست او حکومت د مطالعه یوه کوچنی ساحه تشکیلوی.

د پورتنی نظریه په اساس د سیاست علم د حکومتی ژوندانه له هر اړخ سره علاقه نلری بکله د حکومت د ځينو خاصو پیښو سره علاقه لری. د حکومت د مختلفو جوانبو او د هغو د مطالعی په اړه سیاسی علوم وجود لری لکه سیاسی تاریخ، اساسی حقوق، د کار حقوق، عامه حقوق او ډیپلوماسی چی د سیاسی برجسته علومو څخه ګڼل کیږی. ځکه چی ټول دغه  په اساسی ډول یا په اتفاقی او غیر مستیقم ډول د حکومت د ځینو سیاسی حوادثو سره سراوکار لری او له هغو څخه بحث کوی.

د سیاست د علم د مجردوالی طرفداران په دی عقیده ؤ چی پورتنی ذکر سوی علوم په حقیقت کی په زیاته توګه اجتماعی علوم دی او دسیاست د علم د معاون کوونکو علومو په نامه یادیږی. دوی داسی استدلال کوی چی هغه مختلف مناسبات چی په هغه کی دولت تر مطالعه لاندی نیول کیږی ممکنه ده چی په مختلفو او مستقلو څانګو باندی وویشل شی ولی د هغوی یوله بل سره تړاو او د هغوی موخی او مقاصد یو له بل سره ډير نژدی والی لری نو نشو کولای چی هغه د مستقلو علومو په حیث ومنو.

د یو سیاست پوه پروفیسور ګارنر د نظریی په اساس بهتره به دا وی چی دواړه اصطلاح ګانی ومنو. (د سیاست علم د هغه په محدوده معنی او د سیاست علم د هغه په پراخه معنی) دا دواړه باید ومنل شی. د سیاست علم په محدوده معنی د هغه مطالعاتو نغاړونکی ده چی خپله د حکومت له پیښو سره سر اوکار لری او په وسیع معنی سره ټول هغه اجتماعی علوم دی چی د حکومت ځینی خاص جوانب تر بحث لاندی نیسی.

کله چی خپله د حکومت څخه مو هدف وی باید د سیاست علم استعمال کړو او کله چی مو د دولت او حکومت د ژوندانه د ټولو جوانبو څخه مو هدف وی باید سیاسی علوم استعمال کړو. دا اختلاف ددی سبب سو چی په ۱۹۴۸  م کال کی د ملګرو ملتونو د یو نسکو (Unisco)  د کوښښ په اساس په پاریس کی یو تعداد د سیاست علما سره راټول شول. په پایله کی یی د سیاسی علومو اصطلاح د (د فرانسی او اروپا د قاری د علماؤ منل شوی اصطلاح) او د سیاست اصطلاح (د انګلیسی علماؤ منل شوی اصطلاح) یی رد کړه.

یونسکو یوه کمیټه ټاکلی وه تر څو په نړیواله کچه د سیاست د علم یوه اساس نامه جوړه کړی.

د پاریس د ۱۹۴۸ کال کنفرانس کی د سیاست د علم موضوعات په څلورو مشخصو برخو وویشل او د سیاست د علم بین المللی ټولنی هغه ومنل.

۱ – سیاسی نظریه:

          ا – د سیاسی او حقوقی افکارو تاریخ.                      ب – د سیاسی اندونو تاریخ.

          ج – د سیاسی عقایدو تاریخ.                                 د – د سیاسی مکتبونو تاریخ.

۲ – سیاسی موسسات:

          ا – اساسی قانون.                                              ب – ملی حکومت.

          ج – منطقه ای او محلی حکومت (ایالتی، ولایتی).      د – د عامه چارو اداره.

          هـ - د حکومت اجتماعی او اقتصادی وظایف.

۳ – احزاب ، ټولنی او عامه فکرونه:

          ا – سیاسی حزبونه، یو حزبی سیسټم، دوه حزبی او څو حزبی سیسټم.

          ب – ذینقوذه ډلی او د هغوی را ټولیدل.

          ج – حکومت او اداری چارو کی د ښاری اوسیدونکو ګډون.

          د – عامه افکار.

۴ – بین المللی روابط:

          ا – بین المللی سیاست.

          ب – بین المللی سازمانونه.

          ج – بین المللی حقوق.

 

۵ – په مخکنیو وختونو کی د سیاست علم:

ا –ښاری دولتونه:

دغه دوره تقریبا ً څلور پیړۍ دوام کړی، د قبل المیلاد د ۶ پیړۍ د دوهمی نیمایی څخه پیل او د قبل المیلاد تر دریمی پیړۍ پوری دوام وکړ. په دغه دوره کی د یونان هر ښار د ځانګړی دولت درولودونکی ؤ او په ازادانه او خپلوا ک ډول یی خپل فعالیتونه کول. د دولت د جوړښت طرز او د حکومت د شکل ټاکل د ښار داصلی اوسیدونکو په واک کی ؤ چی د اتباعو په نوم یادیدل.

د یونان ښاری دولتونو به خپلو داخلی چارو کی ازاد ،ولی په خارجی چارو کی د یونان د مرکز (اتن) تابع وه. په حقیقت کی د یو ډول کنفدراسیو پيل ؤ چی د سکندر مقدونی د هجوم په اساس د ښاری دولتونو نظام په فدراسیون (د ښارونو یوالی) باندی بدل شو.

ب – د نړیوالی ټولنی مرحله:

د غه مرحله تقریبا ً (۱۶) پیړۍ دوام کړی. د ۳ ق م پیړۍ د دوهمی نیمایی څخه پيل تر ۱۴ م پیړۍ پوری یی یی دوام وکړ. دا دوره له هغه وخت سره مصادفه ده کوم چی مسیحیت په اروپا کی راښکاره او پرمختګ یی وکړ چی د هغه په اساس یو نړیوال او واحد ملت د مسیحیت د دین لاندی خپل فعالیت کاوه.

ج – د ملی دولت مرحله:

ددغه دوری مدت تقریبا ً ۴ پیړۍ دی. د ۱۵ پیړۍ له نمایی څخه پيل او تر حاضر عصره پوری دوام لری. په اروپا کی د ملی خپلواکه دولت جوړیدل ددغه دوری ځانګړتیا ده.

په ۱۹ پیړۍ کی د خپلواکه او ملی دولتونو د جوړیدلو مفکوره خپل اوج ته ورسیده اما په ۲۰ پیړۍ کی یو ځل بیا د نړیوالی ټولنی نظریه په ورځنیو دستوراتو کی ځای ونیوه او د نړیوالی ټولنی مفکوره منځ ته راغله چی نن ورځ د مختلفو سیاسی مکتبو لخوا په دی هکله تبلیغ کیږی. د نړیوالی ټولنی د ایجاد او تقویه په هکله کوښښونه د مخکنیو پیړیو په شان نه دی کوم چی په تعصب پوری تړلی ؤ بلکه د نوو سیاسی اندونو سره یو ځای دی.

 

 

 

۶– د غربی پوهانو او علماؤ له نظره د سیاست تعریفونه:

سیاسی علوم یا Political Science د دوو لغاتونو څخه جوړ سوی دی چی Politics یعنی سیاست او Science یعنی پوهنه ده.

د عربی ژبی د سیاست کلیمه د انګلیسی ژبی سره هم معنی نه ده ځکه چی د عربی ژبی د سیاست کلیمه هر اړخیز مفهوم لری لکه د نفس اصلاح کول، د کورنی اصلاح کول او ټول اصلاحی کارونه د همدی کلیمی په مفهوم کی شامل دی. د انګلیسی ژبی د Politics کلمه یوازی د ملکی او حکومتی چارو لپاره استعمالیږی.

په عربی ژبه کی ددی کلیمی هم معنی سیاست المدینه ده. او پالتیکس یوه یونانی کلیمه ده چی دPolis  څخه اخیستل شوی او معنی یی ښاری حکومت City State دی.

دا کلیمه په یونانی معنا ګانو سره وه چی د دیارلسمی پیړۍ په اولو کلنو کی په فرانسوی ژبه هم د استعمال وړ وګرځیده نو په دی لحاظ په دی عصر کی د سیاست تعریف ځینی علما داسی کوی.

د ښاری حکومت په اړه پوهه او فن حاصلولو ته سیاست وایی.

د اوسنی عصر سیاست پوه بلانچیری Blanchari لیکلی دی چی :

سیاست هغه پوهه ده چی د بحث او مذاکری موضوع یی د سلطنت یا حکومت د نظام جوړول دی.

ایډوارډ جمیز Edward James وایی:

د حکومت د فرایضو اجراء کول او خلګ په نظم او ضبط کی ساتل چی د یوی ټولنی په شکل راټول شوی وی سیاست بلل کیږی.

داکټرگارنر Doc. Garner په نظر:

د سیاست علم د دولت څخه شروع  او په دولت باندی اختتام پیدا کوی. د ټولو د مخه د دولت څرنګوالی او د هغه رامنځ ته کیدل د سیاست په بنیادی مسائلو کی شامل دی. ددی څخه علاوه د سیاسی ادارو څرنګوالی او د هغوی تاریخ او د هغوی د اقسامو پلټنه او بیا د امکان تر حده پوری د هغوی  دسیاسی پرمختګ د اصولو پیداکول د سیاست د علم اساسی مباحث دی.

ګریس Gris یو جرمنی لیکوال دی وایی چه:

د سیاست علم ددولت د یو قدرت لرونکی اداری حیثیت لری او ددولت ظهور، جوړښت، قلمرو، نفوس، مقصد، اهمیت، اقتصادی او مالی برخو مطالعه په سیاست پوری اړه لری.

         

د پورتنیو تعریفونو اساسی اهداف دا دی:

          د سیاست علم په دولت پوری اړه لری او د مختلفو زاویو څخه ددولت څیړنه کوی.

یډاکټر لیکاک Doc. Licak:

د سیاست د علم مفهوم او پراختیا د نتیجی د اخیستلو څخه وروسته لیکی چی د سیاست علم د حکومت سره سر او کار لری.

پروفیسور سیلی Prof. Sally وایی:

د سیاست علم د حکومت د حقیقتونو پلټنه او جستجو کوی لکه څنګه چی اقتصاد ددولت سره اړه لری، بیولوژی د ژوندیو موجوداتو سره اړه لری، الجبر د اعدادو سره نو همدارنګه د سیاست علم د حکومت او دولت سره سر او کار لری.

ګیټر Getter وایی:

د سیاست علم ددولت د علم څخه عبارت دی او دا دانسانی ټولنی او افرادو ترمنځ چی د سیاسی واحدونو حیثیت لری رابطه او اړیکی ټینګوی.

پولجینی Pouljani  فرانسوی مشهور عالم وایی:

په انسانی ټولنو باندی حکومت کول سیاست بلل کیږی. د سیاست علم د اجتماعی علومو د جملی څخه یو علم دی چی د هغه تعلق د ټولنی دداسی ارګان سره دی چی هغه دولت نومیږی. سیاست ددولت ظهور، د هغه پیشرفت او ددولت د جوړښت څخه بحث کوی، ددولت سره سره د سیاست علم د حکومت د جوړولو او د هغه د اجراتو څخه بحث کوی ځکه چی حکومت هغه ارګان دی چی د هغی په ذریعه موږ ددولت مقاصد حاصلولای شو . دولت د حکومت څخه پرته نشی موجودیدلای چی د اختیاراتو استعمال وکړی. که چیری حکومت موجود نه وی د دولت قیام نشی ممکن کیدلای.

برتان ډوژنل Barton Dosional د پاریس د پوهنتون استاد وایی:

سیاست د قدرت او نفوذ د مطالعی څخه عبارت دی. دده په نظر قدرت عبارت ددی څخه  دی چی یو څوک د یو عمل په کولو یا په اجرا کولو موفق وی او یا د یو عمل څخه صرف نظر وکړی.

د امریکا د کولومبیا د پوهنتون تعریف:

سیاسی سلوک او د سیاسی موسساتو څیړنه عبارت د سیاست څخه ده.

 فرانسوی معجم لیتریه وایی:

 سیاست د دولتونو د نظام علم دی.

فیودربولاستیکی پخپل کتاب (سیاسی قدرت او دولتی ماشین) کی:

سیاست یی د مارکسیزم او لینیزم له نظره داسی تعریف کړی دی چی د سیاسی قدرت او سیاسی پروسو مطالعه او همدارنګه د هغه اسبابو مطالعه چی ددی سیاسی قدرت او سیاسی پروسو د خلاصولو او بندولو سبب کیږی او همدارنګه د ځینو سیاسی احزابو پیژندل عبارت د سیاست څخه دی.

یو کتاب چی د (سیاست د علم سره اشنایی) په نامه یادیږی د امریکا دری استادانو(کارلتون کلا المردروی، توتون جیمز اندرسن، کارل کویمی کریستول) لخوا لیکلی او بهرام ملکوتی فارسی ته ترجمه کړی د سیاست په هکله وایی :

کولای سو چی د سیاست علم ته د دولت علم ووایو او یایی د اجتماعی علومو د ریښو په نامه یاد کړو چی د سازمانونو او د دولت د اعمالو او نظریاتو پوری اړه لری.

ژان ژاک روسو وایی:

د دولت او حکومت اداره کول سیاست دی.

برتران دی جیونول فرانسوی سیاست پوهـ وایی:

موږ باید اجتماعی څانګه کی هغه منظمه هڅه چی د نورو خلګو د تحرک او بدلون لپاره جوړه سوی وی سیاست وبولو.

په  کال ۱۹۸۴ م  د مارچ په میاشت کی د Science Quarterly سیاسی مجله د سیاست د علم په هکله وایی:

د سیاست علم په تحت لفظی ډول د دولت پوهنی ته وای په دی توګه د سیاست علم ددولت سازمانونه، وظایف او د یوه هیواد اړیکی د بل هیواد سره هم احاطه کوی.

ډیویډ الټون:

د سیاست علم هغی منظمی مطالعی ته وایی چی د حکومتونو ټول اړخونه او هڅی چی د واک او صلاحیت ارزښتونه ځای په ځای کوی خوندی ساتی.

هارلډ لاس سویل:

څوک ، څه شی ، کله او څرنګه لاسته راوړی په دی ډول څو شیان لکه ارامی ، سلامتی، امنیت، مقام او امتیاز حاصلولو ته سیاست ویل کیږی.

جرمی بینټام وایی:

سیاست هدف ته د رسیدلو وسیله ده.

جان بوډن فرانسوی عالم وایی:

سیاست غیر مستقیم قدرت او حکومت ته ویل کیږی.

چارلیس اف انډرین دسیاست دعلم په اړه لیکی:

د افرادو خبرتیا او اګاهی ددی څه چی څنګه عمومی مناسبات او شخصی مناسبات د اول جهان، دوهم جهان او دریم جهان هیوادونو سره نور هم اضافه کیږی او بهتر والی په کی راځي.

په شرق (ختیځ) کی سیاسی فکرونه:

الف: لاتوئسه (۶۰۴ – ۵۳۱ ق، م) Lao-tza:

لاتوئسه د زاړه استاد یا پخوانی استاد په لقبونو ملقب سوی دی، د چین د پخوانیو پیژندل سؤ فلاسفه ؤ د ډلی څخه ؤ.

د هونان Honan په ایالات کی زیږیدلی دی او د تائوئسم Taoism د فلسفه او مذهب موسس دی، چی دا مذهب د ازادی او د تائو Tao (نیک رفتار) پر بنیاد باندی ولاړ دی، مذهبی تشریفات او رسوم (رسمونه) په کامله توګه بیهوده ګڼی او قوانین احمقانه شمیری نو له دغه نکاه څخه د کنفوسیوس له مذهب سره اساسی توپیر لری. نوموړی د Tao-taching کتاب لیکوال دی.

د لاتوئسته سیاسی عقاید:

د چین یو مورخ سزوماچین Szumachien لیکلی چی لائوتسه د چل ورکولو او رذالت څخه نفرت درلوده او له خپل مسلک څخه چی د سلطنتی کتابتون مسؤل ډیر ستړی شوی وه، نوموړی هوډ وکړ تر څو د چین خاوره پریږدی او د ښار څخه لیری په یو ځای کی ژوند وکړی چی هلته آبادی نه وی او انزوا او یوازی توب لاره یی غوره کړه.

لائوتسه وایی: هغه څوک چی هوښیار دی مباحثه او مبارزه نه کوی، مباحثه او مبارزه د پوهی علامی نه دی. که چیری علم او د علم زده کړه له منځه ولاړه سی نو کړاونو او زحمتونو سره به لاس او ګریوان نه یو، پوه سړی همیشه خلګ د تعلیم څخه لیری ساتی. د علم خاوندان خلګ چی هر چیری پیداکیږی دوی خلګ له فعالیت او عمل څخه لیری ساتی. کومی کړنی چی د Tao په مسلک کی سر ته رسیدلی هغه ددی لامل نه دی ګرځیدلی تر څو د خلګو فکرونه روښانه شی بلکه هڅه په کی شوی تر څو خلګ ساده او ناپوهه وساتل سی. د حکومت اساسی مشکل دا دی تر څو خلګ له علم سره اشنا کړی. هغه څوک چی هڅه کوی تر څو د پوهی په وسیله په یو هیواد باندی حکومت وکړی نو دغه کار د هغه هیواد لپاره افت دی. اما هغه څوک چی دا کار نه کوی نو دغه کړنه د هغه هیواد لپاره نعمت ده.

د Taoism په مذهب کی روشنفکره او با استعداده شخص د یو هیواد لپاره خطر دی ځکه نوموړی هر شی د قوانینو اومقرراتو په قالب کی سنجوی او تل د قوانینو او مقرراتو په قالب کی فکر کوی.

لائوتسه وایی: په سلطنت کی د ممنوعاتو د تعداد زیاتول په خلګو کی د فقر د زیاتوالی لامل ګرځي، هر څه شی چی د خلګو په ګټو باندی اضافه سی نو دا په هیواد کی زیات د ګډوډی لامل ګرځي، هر څومره چی خلګ په خپلو کارونو کی مهارت تر لاسه کړی دا زیات د عجیبه او غریبه طریقو د راڅرګندیدو سبب کیږی. هر څومره چی قانون وضع کیږی هغومره د غلو تعداد زیاتیږی په همدی سبب یو پوه حاکم ویلی دی چی زه به هیڅ کار سر ته و نه رسوم نو حالت به پخپله تغیر ومومی. زه ددی لیواله یم تر څو  چوپتیا  غوره کړم نو خلګ به خپله شتمن سی. زه به د خپل ځان څخه حرص نه ښکاره کوم نو خلګ به پخپله د ساده ګۍ پر لور وګرځي.

لائتوسه ابتدایی او طبیعی ژوند خپل اساس ګرځولی او طبعیت یی خپل لارښود ښودلی دی.

د نړی د ادبیاتو د ځینو معاصرو فلاسفوو د عقدی پر اساس شاید د لائتوسه په خبرو کی تر لاندینی خبری بله ښه خبره پیدانکړو.

(په طبیعت کی ټول شیان غلی او په ارامه توګه پخپلو کارونو باندی بوخت دی، موږ هغه پخپل څنګ کی وینو او څرنګه چی هر یو خپل ثمر ته رسیدلی نو بیا خپل اصل او مبداء ته رجعت کوی چی دغه رجعت او بیرته ګرځیدنه یو همیشنی قانون دی او ددغه قانون پیژندل پوهه ده).

لائتوسه وای:( که چیری ته جګړه ونه کړی او پخپله دعوی او جنګ ته حاضر نسی نو د نړۍ پر سر به داسی هیڅ شی حاضر نه سی تر څو ستا سره جنګ وکړی. زه له هغه چا سره چی ښه دی ښه یم او له هغه چا سره چی ښه نه دی له هغو سره هم ښه یم. نو په دی اساس هر شی او هر څوک به ښه سی. په عالم کی نرم ترین شیان په سخت ترینو شیانو غلبه پیداکوی. پوه سړی هیڅکله ثروت او قدرت ته اهمیت نه ورکوی بلکه خپل مال تر وروستی کچی کموی).

ب: کنفوسیوس (۵۵۱ –۴۷۹ ق ،م) Kun-fu-suic:

اصلی نوم یی کونګ فوتزو Kung fu-tzu یا کونګ فوتسه Kung fu-tse دی. په ۵۵۱ ق ،م کی د چین په لو Lu ایالت کی زیږیدلی چی اوس د شانتونګ Shantung ایالات په نوم یادیږی.

پلار یی ډير شتمن، غښتلی او ځواکمن شخص ؤ. کنفوسیوس لا ماشوم ؤ چی پلار یی له دی نړۍ څخه سترګی پټی کړی او د پلار تر مړینی وروسته ئي شتمنی هم د لاسه ورکړه او د خپل مور سره یی په نیستی کی ژوند کاوه.

 

 

د کنفوسیوس سیاسی فکر:

ټولنیزو ګټو ته ترجیح ورکوی، وګړنۍ (فردی) ګټی نه منی او په ټولنه کی د حکومت د شتون پر ارزښت ټینګار کوی. بد او ناوړه حکومت په ټولنه کی تر داړونکی زمری هم بد تر ګڼي.

هر انسان کولای شی د پوهی او علم تر زده کړی وروسته حکومت وکړی یعنی د حکومت او واک ته رسیدو لپاره زده کړه اړینه ده.

د پوهی پر اساس ټولنه کولای سی پرمختګ او بدلون ومومی او واکمن باید هوښیار او د ښو اخلاقو لرونکی وی، د ظلم او استبداد مخه باید ونیول سی.

حکومت د اخلاقو زیږنده ده، واکمن باید دودیزو مسلو ته زیاته پاملرنه وکړی او د خپل حکومت چاری د خلګو له غوښتنو سره سمی برابری کړی. که تاسی د خپل عقل او فکر له مخی کړنی وکړی د لمر په څیر به روښانه او جوت اوسی.

د حکومت د اوامرو پر منلو او اطاعت باندی ټینګار کوی، تر (۱۹۱۱م) کال پوری د چین دولت سیسټمونه د کنفوسیوس د نظریاتو پر بنسټ ولاړ ؤ او په (۱۹۴۷م) کال د سوسیالستی انقلاب تر بریا وروسته د کنفوسیوس نظریاتو خپل محبوبیت له لاسه ورکړ.

کنفوسیوس په ۴۷۹ ق م کی د ۷۳ کلنۍ په عمر مړ سو.

ج: منسیوس (۳۷۲ – ۲۸۸ ق ،م) Mencius:

اصلی نوم یی منګ Meng دی او د کنفوسیوس د لوی ترینو پیروانو د ډلی څخه دی، چی دده څخه یی سل کاله وروسته په شانتونګ کی زنده ګی کوله. نوموړی د عمومی فرهنګ طرفدار ؤ او د ځمکی د خصوصی مالکیت مخالف ؤ په دغه باور ؤ چی ځمکه باید د خلګو په عامه ملکیت کی واقع وی او د سولی غوښتونکی ؤ.

د خپل ځان د دفاع په اړه یا په یوه جګړه کی د یو محلی ستمګر د  له منځه وړلو په هکله داسی وایی:

(تر نن پوری په نړۍ کی یو نیک جنګ نه دی پیداسوی خو ویلای سو چی ځینی جنګونه له ځینو څخه ښه دی).

په دی کی هیڅ شک نسته چی د چین امپراطورۍ په نړۍ کی یو پخوانی دولت دی او د هغه ځانګړی مدن او فرهنګ حداقل ۳۰۰۰ کلن تاریخ لری.                                                           منسیوس لاندینی نظریات خوښ کړی.

لائتوسه ویلی ؤ (نفرت په نیکی له منځه یوسی)، چوانګ تزه Chuang-tza چی د لائتوسه د شاګردانو د ډلی څخه ؤ د قدرت طبی په هکله ویلی (کاملا ً معلوم سوی دی چی بد څوک دی؟ او نیک څوک دی؟ ، هغه څوک چی کامیاب وی د منزلت په سر کی قرار لری او هغه څوک چی ناکام دی د منزلت په پای کی قرار لری... د یوی کوزه غل زندان ته ځی اما یو لوی لاره وهونکی د دولت واکدار کیږی).

منسیوس د فردیت، مذهب او طبیعت ته رجعت سره مخالف ؤ. له تمدن، حکومت او نظم سره موافق ؤ او په هغه کی یی خیر لیدی.

 

سیاست د اسلام له نظره:

اسلامی سیاست یو فن دی چی د هغه په ذریعه د اسلامی حکومت نظام چلیږی دا یوه طریقه ده چی د هغه له مخی د عامه ریاست افراد (ملت) د خپل بهبود او بهترۍ چاری سرته رسوی.

اسلامی سیاست د عدل او د اعتدال تر څنګ د اسلامی قوانینو سره سم حرکت کوی.

د سیاست د کلیمی لغوی معنی او تعریف:

سیاست د امارت په وزن سره دی او د ساس یسوس په وزن هم راځي نو د سیاست معنی ښایسته کول دی. د همدی لغوی معنی په اساس دغه کلیمه د ریاست، حکومت او مملکت د چارو لپاره په زیاته توګه استعمالیږی دا ځکه چی د ریاست او حکومت هدف هم د خلګو د حالت اصلاح او بهتروالۍ دی نو په دی اساس په منظمه توګه د حکومت او ریاست پر مخ بیولو ته سیاست ویل کیږی.

د سیاست تعریف د مسلمانانو سیاست پوهانو له نظره

اسلامی نړۍ د اوږدی مودی څخه د ژوندانه ډیری خوندوری او په زړه پوری رښتنی منظری لیدلی دی. د اسلامی حکومتونو په دورو کی سیاسی اثارو دومره غلبه درلوده چی ورستنیو مسلمانانو ورڅخه تر پیړیو پوری ګټه اخیستله چی د اروپا په چاپيریال باندی یی اغیزه اچوله.

زموږ نظام (اسلامی نظام) سیاسی خیالات او سیاسی تمایلات پیداکړل چی د هغوی په قوت سره کتابونه چاپ ته ورسیدل. دی کتابونو لودیځ ته نظریات ورکړل. اسلامی پوهانو د سیاست په تعریف کی هغه څه ویلی چی دداسی نړۍ پوهانو په خپلو ژبو او قلمونو سره اداء کړی دی.

ابو زید عبدالرحمن بن محمدبنخلدون:

 چی په ۷۲۳ هـ ق کال کی په تونس کی تولید سوی او ۱۸۰۸ هـ ق کی په مصر کی وفات سوی دی د سیاست په هکله یی داسی لیکلی دی:

سیاست او حکومت د مخلوق د ساتنی او د هغوی د ګټو د کفالت نوم دی او دا ډول سیاست د خدای ج نیابت دی چی دهغه په بندګانو د الله ج احکام نافذ کړی، د سیاست ددی تعریف څخه دا لنډیز راوزی چی د اسلام له نظره د سیاست تعلق د حکومت او سلطنت له هغه کار او بار سره دی چی د هغی له مخی عامه ګټي تکمیلیږی او د خدای ج د عامه بندګانو په حالت کی بهتری پیداکول دی.

امام غزالی د سیاست په هکله داسی وائي:

د خدای ج د بندګانو اصلاح کول او هغه لاری ته د هغوی لارښونه چی ددنیا او اخیرت د خلاصون یوازنی ذریعه وی دیته سیاست ویل کیږی.

په همدی توګه په بل ځای کی یی داسی تعریفوی:

سیاست هغه تدبیر دی چی د ژوندانه د وسایلو او د هغه په چاپيریال کی د افرادو او د ټولنی تر منځ د محبت او یوالی او یو دبل سره د مرستۍ وسیله ګرځی.

امام راغب اصفهانی:

 د سیاست په تعریف کی یی د درو شیانو څخه یادونه کړی ده:

          ۱ – عمارت الارض : د ځمکی پر مخ ساختمانی او عمرانی تمدن منځ ته راوړل

          ۲ – تنفیذ احکام الهی: د خدای ج د حکمونو نافذول

          ۳ – مکارم الشریعه: د ښو اخلاقو اختیارول

په دی پسی بیا زیاتوی چی (ان الخلافه تستحق باالسیاسیه) یعنی د خلافت او حکومت لاس ته راوړل په سیاست بنا دی.

علامه ابوالبقی حنفی:

          هغه کار چی د هغه مقصد د انسان د ښیګڼی او بهترۍ په خاطر داسی یوه لاره پیداکول وی چی د حال او مستقبل لپاره ضمانت وکړای سی دیته سیاست ویل کیږی.

ابن منظور افریقائي:

په ۷۱۱ هـ ق کی وفات سوی سیاست داسی تعریفوی:

د یو شی د اصلاح لپاره ملا تړل او کلک دریدل عبارت د سیاست څخه دی چی دا د یو مدبر کار دی.

ابوالحسن ماوری:

په ۴۶۰ هـ ق کی وفات سوی په لا زیاتو الفاظو کی دا مطلب بیان کړی.

اسلامی حکومت یو ډول قیادت دی چی د دین په حفاظت او د دنیا په سیاست باندی بناء دی چی د دین د حفاظت څخه وروسته د دنیا په چارو کی برخه اخیستل په سیاست پوری موقوف ده.

علامه ماوری په دی زور اچوی چی د شریعت د قانون تعلق د مسولیتونو سره دی او د سیاست تعلق د دنیا د ابادۍ سره.

امام ابن تمیمه(رح):

حکومت یو امانت دی چی کار ئی د عدل او سیاست برقرار ساتل دی.

نو د پورته تعریفاتو په بنا سیاست معنی مکر، فریب، غولول او جنګول نه دی بلکه دا د هغه پوهی نوم دی چی د خلګو تر منځ ورورولی، مینه او محبت منځ ته راوړی. حقیقی سیاست وال هغه څوک دی چی د ښه نظم او تدبیر نه پرته بهترین مصلح او د ښو اخلاقو خاوند هم وی. د پورتنیو تعریفو څخه دا نتیجه لاس ته راځي چی سیاست یو فن دی او یو حکمت دی چی د حکومت او ریاست نظم او نسق ئي موضوع او مهمه دنده تشکیلوی.

غرض او مقصد ئی د مصالحو ساتنه، او دخلګو تر منځ اړیکی او ارتباط د یوی قاعدی په توګه کنترولول دی.

د سیاست د علم رابطه د نورو علومو سره

حقیقت دا دی چی ټول علوم یو د بل سره روابط لری ځکه چی یو د بل څخه څه اخلی او څه ورکوی. د سیاست علم هم د نورو اجتماعی علومو سره نژدی رابطه لری لکه: تاریخ، جغرافیه، حقوق، اقتصاد، تعلیم او تربیه او داسی نورو علومو سره چی هر یو به په خپل ځای په جلا جلا توګه مطالعه کړو.

الف : د سیاست د علم رابطه د تاریخ سره:

تاریخ د پخوانیو سیاسی، اقتصادی، اجتماعی او فرهنګی پیښو مطالعه ده او دغه رشته د سیاسی علومو د جوړولو یوه همکاره رشته ګڼل کیږی. د سیاسی افکارو تاریخ او سیاسی تاریخ د تاریخ د مهمو څانګو څخه شمیرل کیږی.  پخوانی عوامل او پیښی د راتلونکی تهداب ګڼل کیږی. تاریخ لیکونکی تاریخی پیښي او انګیزی مطالعه کوی. تاریخ مخکنی حالات بیانوی او خلګ د خپلی پخوانی وضع په هکله خبروی. تاریخ د پخوانیو تجربو څخه د ګټه اخستنی بهترینه وسیله ګڼل کیږی د پخوانیو قدرتونو د کامیابۍ او ماتی عوامل هم په تاریخ کی ثبت دی.

سیاسی تاریخ، سیاسی پیښی د تاریخی سوابقو په اساس مطالعه کوی.

تاریخ لیکونکی تاریخی اسنادو او مدارکو ته په پام سره د هری دوری سیاسی وضع ثبت کوی.

هغه څوک چی د سیاست په لار کی خپل قدم ایږدی او یا د سیاسی پیښو په هکله خپله څیړنه کوی نو د هغه لپاره د تاریخ زده کړه ډیره اړینه ده. د سیاست د یو عالم د نظر په اساس د سیاست علم د تاریخ په سیند کی د سروزرو ټوټی دی او یا د سیاست علم د تاریخ میوه ده.

ب : د سیاست د علم رابطه د جغرافیی سره:

د سیاست علم د جغرافیی سره نه شلیدونکی رابطی لری ځکه کله چی یو دولت غواړی د بل دولت سره روابط ټینګ کړی مخکی ددی رابطی څخه د هغه دولت جغرافیاوی موقعیت سنجوی لکه هغه هیوادونه چی د بحر سره لار نلری کوښښ کوی چی خپل ګاونډی هیواد سره چی د بحر سره لاری لری رابطه پيداکړی، علاوه ددی څخه جغرافیاوی موقعیت، آب او هوا په سیاسی خواصو، سیاسی فکر او د انسانانو په ژوند باندی فوق العاده تاثیر لری.

جغرافیاوی موقعیت د دولتونو د سرحداتو د لانجو په حل او فصل کی هم مهم ګڼل سوی، د بلی خوا جغرافیاوی موقعیت په جنګ او سوله کی هم مهم رول لوبوی لکه په افغانستان کی د روسانو د ماتی د عواملو څخه یو هم جغرافیاوی موقعیت ګڼل سوی دی. انګلستان بحرونو احاطه کړی دی او د جزیرو څخه جوړ سوی دی د تاریخ په اوږدو کی لیدل سوی چی انګلستان بهترین بحری فوځونه لری او د همدی بحری قواوو په واسطه ئي خپل دولت ته استحکام ورکړی دی.

ج : د سیاست رابطه  د حقوقو سره:

سیاسی نظام د خپل ژوند د ادامی او بقا په خاطر د قانون چهارچوکاټ ته اړتیا لری دولتونه خپل موجودیت او بقا په قانونی معیارونو او قواعدو پوری تړلی بولی.

د حقوقی مقرراتو او قوانینو په زیاتیدو سره سیاسی قدرت کولای سی ټول خلګ خپلو مکلفیتونو، دندو او و جایبو ته اړ او متوجه کړی. حقوق، سیاسی قدرت ته سامان په لاس ورکوی او هغه په پښو دروی او د هر رنګه ګډوډیو مخه نیسی. افراد کولای سی چی د حقوقو په رڼا کی خپله سیاسی او مدنی ازادی پیداکړی.

د : د سیاست رابطه د اقتصاد سره:

د اقتصاد د علم او سیاست د علم رابطه دومره زیاته ده چی په هر یوه کی څیړنه کول ددی اړتیا پیداکوی چی بل هم تر څیړنی لاندی ونیسو او ډیره به ستونزمنه وی چی ددی دواړو تر منځ جداوالی پیداکړو.

د هیوادونو اقتصادی مشکلات ددی سبب کیږی چی په هغه هیوادو کی لوی سیاسی بحرانونه رامنځ ته سی چی بیا د هغه ترمیم کول اسانه کار نه دی. هغه مسائل چی په تولید، توزیع، کارګر او کارفرما اړیکی، صادرات او واردات، سرمایه ګذاری او سوداګری پوری تړاو لری دومره پراخه دی چی دغو هر یوه ته په لږ توجه غیر مترفبه سیاسی حوادث او اثرات منځ ته راځي او د اختلاف او ګډوډی سبب کیږی. هغه ټولنه چی قوی اقتصاد او منظم اقتصادی سیسټم لری نو د هغه هیواد رهبران او خلګ د ارامی احساس کوی او هغه ټولنه چی په فقر، کمزوی اقتصاد او نا منظم اقتصادی سیسټم کی ژوند کوی نو د هغه هیواد  داخلی او خارجی پالیسی له ډول ډول ستونزو سره مخ وی نو په کم وخت کی طبعی او عادی حالت ته د هغو بیرته راګرځیدل نا ممکنه دی.

د سیاست د علم او اقتصاد علم اړیکو د ارسطو د وخت څخه تر ۱۸ پیړۍ پوری داوم درلودی چی نن دغه اړیکی خپلی وروستۍ کچی ته رسیدلی. څرنګه چی د اقتصاد علم نن ورځ یو خپلواک علم دی ولی اقتصادی شرایط د دولت تشکیلات، انکشاف او فعالیتونه متاثره کوی.

هـ :  دسیاست رابطه د تعلیم او تربیی سره:

تعلیم او تربیه د یو ملک د سیاسی نظام په بدلون کی مهم رول لری همدارنګه تعلیم یافته قشر د هغه ملک د سیاسی نظام په بدلون کی ډير رول لوبولی سی. هر حکومت که وغواړی چی ترقی او پیشرفت وکړی نو باید د خپل ملت د افرادو د تعلیم او تربیی په رابطه زیات کوښښ وکړی تر څو د خپل ملت افراد د تعلیم په نورمنور کړی او خپل وطن د علم په مدد اباد کړی.

لوی خدای ج پیغمبر ص ته د جهان د خلګو د سالمی رهبرۍ لپاره تربیت ورکړ تر څو د یتیمانو، فقیرانو، سوال کونکو او حاجتمندو کسانو مدد وکړی.

الله ج پیغمبر ص ته د اول ځل لپاره د (اقراء) لفظ و فرمایه او هغه نه وروسته ئی ورته د قیام او حرکت امر ورکړ.

هماغه ؤ چی د اسلامی حکومت د خلکو د افکارو د پاکوالی او د بشری ټولنی د سالمی رهبرۍ تربیت ئی ورته په ۲۳ کلونو کی تکیمل کړی او د یو قوی اسلامی حکومت بنسټ ئی کښیښودی. وروسته رسول ص د تعلیم په اساس او همدارنګه یارانو او ملګرو ئی د روم او فارس امپراطوریو ته ماتی ورکړه او هلته ئی د عدل او انصاف بیرغ چی د الهی حکومت نښه ده اوچت کړ. نو په نتیجه کی هغه سیاسی فکر او نظامی برم او شوکت د خدای ج د سالم تعلیم په اساس، چی حضرت محمد ته ئی ورکړی ؤ منځ ته راغی.

نو په دی اساس تعلیم او تربیه د یو ملک په سیاسی نظام کی مهم رول لری.

و: د سیاست رابطه د روانشناسۍ سره:

روانشناسی Psychology د اجتماعی علومو له ډلی څخه ده. د خلګو د رفتار او سلوک په هکله پوهی حاصلولو ته روانشناسی وائی. په اجتماعی ژوندانه کی د روانشناسي مطالعه کول ډير مهم دی. که چیری خلګ او ډلی په علمی طریقو سره و پیژندل سی نو کولای سو چی د هغو په هکله مناسب تصمیمونه ونیسو. روانشناسی د اجتماعی ستونزو د حل لپاره د توانمندۍ د وسایلو په توګه ده. د اجتماعی روانشناسۍ په هکله پوهه، قانون ګذار ته ددی فرصت ورکوی تر څو د ټولنی لپاره ګټور قوانین وضع کړی. سیاست په یوه ټولنه کی پایګاه ته ضرورت لری او قوی ترینه پایګاه د ټولنی خلګ دی. نو روانشناسی کولای سی چی د ټولنی په هکله صحیح پیژندنه د سیاست په واک کی ورکړی که چیری یو سیاسی تصمیم یا یوه سیاسی بیانه د روانشناسی له مطالعی سره یوځای نه وی نو کولای سی چی حاکمه قدرت له ډول ډول ستونزو مخ کړی نو باید د خلګو غوښتنی او تمایلات په دقیقه توګه په نظر کی ونیول سی او هغه ته په کلی توګه پاملرنه وسی.

ز : د سیاست رابطه د ژورنالیزم سره:

د هر حکومت ټول سیاسی رژیمونه او حتی سیاسی حزبونه او ډلی کوښښ کوی چی خپل سیاسی اهداف د جمعی وسائلو پواسطه کله رادیو، تلویزون، اخبار، مجله او نورو په واسطه خلګو ته ورسوی.

دغه ټول نشریاتی ارګانونه د سیاسی فکر په رشد کی ډير مهم رول لری د همدغه وجی څخه موږ ویلای سو چی د سیاست علم د ژورنالیزم سره کلکه رابطه لری.

 

د سیاست د علم د مطالعی کولو لاری او طریقی

اکثرو سیاسی مفکرینو د سیاست د علم د مطالعی لپاره مختلفی طریقی پیشنهاد کړی چی دهغه له ډلی څخه د ځینو عالمانو نظریات په لاندی ډول بیانو:

اګتس کومتی AgtissCommtee:

د سیاست د مطالعی لپاره دری طریقی وجود لری یعنی د مشاهدی طریقه، تجربی طریقه او مقایسوی طریقه.

پنچالی Penchali:

د سیاست د علم د مطالعی لپاره دوی طریقی موجودی دی یعنی تاریخی طریقه او فلسفی طریقه.

د ځينو لیکوالانو په نظر باید د اجتماعی او روحی طریقو څخه کار واخیستل سی. په عمومی ډول د لاندی پنځه قسمه طریقو څخه کوم چی منل سوی دی باید استفاده وسی:

۱ – تجربوی طریقه Experimental Method:

څرنګه چی د سیاست علم د انسانی ژوندانه سره اړیکی لری نو ځکه په دی کی ارادتاً د تجربو کولو اجازه نسته دا په دی خاطر چی انسانی عادات او روایات لکه د کیمیاوی موادو په شان تجربه او اندازه ګیری کیدای نه سی، د طبعی علومو په هکله په لابراتوارونو کی تجربی وار وار تکراریږی تر څو اخیری او نهایی نتیجه واخیستل سی خو ددی علم برعکس د سیاست د علم د تحربو څخه موږ وار وار یوه نتیجه نه سو اخیستلای.

په سویس کی د دیموکراسۍ د کامیابۍ د عواملو څخه وروسته Lord Briss لیکی:

ځینی اداری د بوټو په شان دی چی په هوا او غریزه علاقه کی پرورش او ښه تربیه کیدلای سی.

 

خو د ډیر دقت  وروسته موږ ویلای سو چی په سیاسی ژوندانه کی په شعوری او یا غیر شعوری ډول باندی ځینی تجربی کیږی، هر قانون چی وضع کیږی، هره پالیسی چی اختیاریږی او هر سیاسی رژیم چی مروج کیږی هغه بالذات یوه تجربه ده. ددغه تجربو په رڼا کی د سیاست علم ماهرین د هغه نه یو څه نتایج برابروی، ددغه علماؤ وظیفه ده چی د خپل چاپیریال د سیاسی تجربو او واقعاتو څخه نتیجه واخلی او بیا یو څه اصول او قواعد وضع کړی.

۲ – تاریخی طریقه Historical Method:

د سیاست د علم د محصل لپاره د تاریخ د علم مطالعه ضروری ده، د سیاسی ادارو ظهور پرمختګ او د ترقی جاج اخیستل ضروری دی چی تر څو موږ د راتلونکو تجربو لپاره څه هدایات تر لاسه کړو.

تاریخ نه یوازی چی د تیر شو حالاتو تشریح کوی بلکه د اینده او مستقبل ترجمانی هم کوی.

GaliCrstiوایی تاریخ په سیاسی علومو کی د تجربو ماخذ دی چی ددی اساس په تجربو او مشاهدو ولاړ دی. د حکومت په طرز کی هر ډول بدلون، د هر قانون وضع، هر جنګ د سیاست د علم لپاره یوه تجربه وی. مثلا ً که چیری موږ ته معلومه نه وی چی د یو سازمان تاریخی پس منظر څنګه ؤ او هغه کوم حالات ددی سبب سول چی دا سازمان منځ ته راغی نو ددی سازمان په رابطه به زموږ معلومات نا مکمل وی، نو د سیاست د علم د نتایجو د باوری کیدو په خاطر تاریخ باید وکتل سی.

۳ – مشاهداتی طریقه Observational Method:

ددی طریقی مقصد دا دی چی د سیاسی ادارو د کار کولو طریقی په غور سره مطاله سی او بیا د هغه څخه څه نتایج واخیستل سی او د هغه په رڼا کی یو څه قواعد او اصول وټاکل سی.

په موجوده دور کی د لمړی ځل لپاره لاربرویس ددی طریقی څخه استفاده وکړله او هغه په خپلو دوو مشهور تصنیفونو کی ((The American Common Wealth او (Modern Democracy) کی یادونه کړی ده. نوموړی د کتابونو د لیکلو څخه مخکی د امریکا، فرانسی، استرالیا، کانادا او نوی زیلیند دوره وکړه او ددغه ملک د سیاسی رهبرانو سره ولیدل او ددی څخه وروسته ئي یو څه نتایج لاسته راوړل دا د سیاست د علم د مطالعی یوه عملی طریقه ده.

د تصوراتو په ځای ددی تعلق او رابطه د حقایقو سره ده د مشاهدی کولو په طریقه کی یو څه احتیاط هم په کار دی ځکه چی د څو متحد النوع واقعاتو په نظر کی نیولو سره بدون د احساساتو په غیر جانبداره ډول مشاهده کول په کار دی.

د صحیح نتایجو تر لاسه کولو لپاره غټ فن او مهارت ته ضرورت دی.

۴ – مقایسوی طریقه Comparative Method:

ددی طریقی مقصد دا دی چی د موجوده اوماضی واقعاتو مطالعه باید وسی او په نتیجه کی چی کوم مواد تری لاس ته راځي د هغوی خپل منځي مشابهت او نږدیوالۍ وکتل سی او بیا تری یو څه عام اصول وضع سی دا طریقه په پخوانی یونان کی ارسطو استعمال کړیده ویل کیږی چی هغه(۱۵۸) اساسی قوانینو مطالعه وکړه او بیا  ئي د هغوی مقایسه وکړه او يو څه واضح نتایج ئي تر لاسه کړل. په موجوده وخت کی منتسکو او لار برویس او داسی نورو علماؤ ددی طریقی څخه کار اخیستی دی.

د مقایسوی طریقی ګته داده چی ددی پواسطه موږ واقعات جمع کوو او د هغوی په اسبابو او نتایجو باندی غور کوو او بیا یوی نتجی ته رسیږو.

لار برویس په مختلفو دولتو کی د حکومتونو د کار نتجه واخیستله او بیا ئي د حکومت د اقسامو په نظر کی نیولو سره د هغوی د ګټو او نواقصو په رابطه د خپل نظر اظهار وکړ.

همدارنګه د اکتر ګارنر وائي چی ددی طریقی د مطالعی پواسطه موږ کولای سو چی معلومه کړو چی  موجوده سیاست علم د پخوانی سیاست د علم سره څه تعلق او رابطه لری او په پایله کی کولای سو چی یو ډول ښکاره او واضحه نتیجه لاس ته راوړو.

په مقایسوی طریقه باندی د عمل کولو په وخت کی ددی خبری احتیاط په کار دی چی د مشترکو او مشابه خصوصیاتو سره سره اختلافی اړخونه هم په نظر کی ونیول سی چی په عاجل ډول باید کومه نتیجه تر لاسه نه کړو څرنګه چی دسیاسی ارګانونو د مقایسه کولو په وخت کی دا جوته خبره ده چی د مختلفو دولتونو او ملتونو اقتصادی، اجتماعی، اخلاقی او سیاسی حالات یوشان نه دی. نو په همدی لحاظ ددغو دولتونو مقایسه ډیر مفیده ثابتیږی او دغه طریقه یوه بهترینه وسیله ګڼل کیږی.

۵ – فلسفی طریقه Philosophical Method:

فلسفی طریقه ددغو نورو ذکر سو طریقو استخراجی شکل لری یعنی ددی طریقی له مخی، موږ د ځینو دلائلو په اساس یا د بعضو حقیقتونو په اساس یوه طریقه منو او د هغه څخه نتایج لاس ته راوړو. ددی طریقی د طرفدارانو د جملی څخه افلاطون، ژان ژاک، کانت، میل او سجویک دی.

د سیاست د علم د مطالعی کولو مشکلات:

کوم مشکلات چی یو محصل ئی د سیاست د علم د مطالعی او څیړنی په وخت کی لری هغه مشکلات پروفیسور سلټاو پخپل مشهور کتاب (An Introduction to Politics) کی ذکر کړی چی هغه موږ په لنډ ډول تر څیړنی لاندی نیسو:                                          ۱- مبهم اصطلاحات.                              ۲- دسیاست دکلمی زیاتوالی. 

۳-دسیاست رابطه دانسان سره.                    ۴- درد او بدل مشکل.                                    

۱ – مبهم اصطلاحات:

په طبعی علومو کی د هری څانګی اصطلاحی او لغوی معنی کیږی او تر‌‌ډیره بریده د هغوی د الفاظو د مفهوم په رابطه کوم شک نه پیداکیږی خو کله چی د سیاسی علومو یو عالم د دیموکراسۍ ، پادشاهیت او داسی نورور الفاظو استعمال کوی نو ددی الفاظو اوریدونکی د خپلی خوښي مطابق د هغه مفوهم ذهن نشین کوی. چی په دی ډول هغه نور هم مبهم کیږی ددی نه علاوه په هره زمانه کی نوی اصطلاح ګانی رواج سوی کوم چی هر چیرته د هغه استعمال پیل کیږی او په نتیجه کی د هغوی حقیقی مفهوم ګډوډ کیږی.

نو د سیاست د علم دا یو اساسی ضرورت دی چی د هغه مربوطه اصطلاحاتو ته تر ډیره بریده واضح او ښکاره مفهوم و ټاکل سی تر څو د هغوی په رابطه تر ډیره حده ابهام، شک او شبهه پاتی نه سی. همدارنګه د هغوی د صحیح استعمال په هکله د احتیاط څخه کار واخیستل سی.

۲ – د سیاست د کلیمی زیاتوالی:

د اکثره علومو په مطالعه کولو کی چی کوم مشکلات پیداکیږی د هغه وجه دا ګڼله سوی چی کله کله د هغه مهفوم زده کول مشکل وی او د هغه اصطلاحګانی د پوره دقت تقاضا کوی او هغه د ورځنی ژوندانه سره دومره اړیکه نلری، خو د سیاست د علم اهم مشکل دا دی چی خلګ دا ډیر اسان ګڼی او هر څوک دا فکر کوی چی هغه ته د سیاست د علم په اړه یو څه نا څه مهارت حاصل دی.

۳د سیاست رابطه د انسان سره:

د سیاست په علم کی یو بل اساسی مشکل دا دی چی ددی تعلق د بی روحه اشیاؤ سره نه بلکی ددی تعلق د ژوندیو انسانانو سره دی چی د انسانانو او د هغوی د سیاسی ارګان (دولت) تر منځ ډیری نژدی اړیکی موجودی دی.

که چیری د سیاسی علومو چلونکی د افرادو د مشکلاتو صحیح تعین او پلټنه ونه کړی او د هغوی لپاره سمه تګلاره و نه ټاکی نو په نتیجه کی به انتشار یا انقلاب را منځ ته شی.

د مثال په توګه پارلمان فقط د یو قانون جوړونکی اداری نوم نه بلکه باالذات په هغه کی انسانان موجود دی یا د مالیاتو په قانون یا نورو قوانینو کی د معمولی تبدیلۍ په وجه د انسانانو په رزومره ژوندانه باندی ژور تاثیرات غورځوی.

نو د سیاست د علم په محصل باندی دا لازم ګرځي کله چی د کومو ادارو یا نظریاتو مطالعه کوی نو باید په دغه مطالعه کی د انسانانو امیدونه او احساسات په نظر کی ونیسی.

۴ – د رد او بدل مشکل:

د سیاسی امورو چلول د انسانی ژوندانه سره اړیکه لری او په هغه کی تبدیلی ضرور صورت نیسی، د یوه هیواد موجوده، ماضی او اینده یوشانته نه وی. د جنګ یا انقلاب څخه وروسته د یو هیواد سیاسی وضع په ډیر غټ تفاوت سره فرق کوی نو په یو ملک کی د هر وخت لپاره یو شان اصول نسی وضع کیدلای او دغه اصول د تل لپاره نه سی پاته کیدلای. همدارنګه د راتلونکی واقعه په وړاندوینه کی احتیاط په کار دی ځکه چی اکثره وخت غیر متوقع حالت رامنځ ته کیږی.

 

سياسي تفکر په بين النهرين او پخواني عراق کي:

د دجلي او فرات غاړي دسياسي تفکر دزده کړي ځاي حسابيږي چه دهغي په شاوخواکي مختلفو قومونو ژوند کاوه مثلاً : سومريان ، سامانيان  ، اسوريان او داسي نور چه دغه قومونو په دي ځاي کي خپل خپل حکومتونه درلودل چه د هرقوم کړني او سياسي تفکرات به په عليحده توګه دمطالعي لاندي نيسو.

- 1سومريان:

په پخواني عراق که دسياسي مفکوري تهداب سومريانو ايښي دي (٤٠٠٠) ق.م کي بعضي قومونه دشمالي ځمکو څخه د سومر ځمکي ته چه په بين النهرين کي واقع ده لاړل او پدغه ځاي کي ئي هستوګنه اختيار کړه دا ثابته نده چه دا دکوم نژاد خلک وه او د وطن مساحت ئي معلوم نه وو اما دسومريانو مشهور ښارونه عبارت دي له اور ، ارخ او دين پور څخه.د اوسني عصر تاريخ ليکونکي پدي باور دي چه سومريانو په بابل کي ژوند کاوه او خپل هيواد ته ئي سومر ويل هغه آثار چه د سومر څخه لاسته راغي دا ثابتوي چه نوموړي قوم د شني بحيري (خظر) دجنوبي برخي څخه دخپل تمدن سره په ناڅاپي ډول دفرات غاړي ته کوچ وکړ البته پدي برخه کي داسي تاريخ ليکونکي وجود نه لري چه د پورته نظرياتو څخه په بل شي معتقد وي داچه زمونږ دبحث موضوع دنوموړي قوم دسياسي فکر مطالعه ده. اوس راځو خپلي موضوع ته لکه څرنګه چه مخکي وويل شو چه بين النهرين کي سياسي تفکر د سومريانو په واسطه لاس ته راغلي دي او نورو قومونو بيا ددوي په قدم باندي قدم ايښي دي. د سومريانو سياسي مفکوره بعضي خصوصيات لري چه دپخواني جهان دسياسي فکر څخه جلا وه . دسومريانو په نظر خلقت د بشر لخوا نده تنظيم شوي او د دولت په راس کي معبودان دي او انسان دمعبودانو دګټي په خاطر پيدا شوي او نهائي هدف ئي دمعبودانو خدمت دي ددوي په نظر هيڅ موسسه نه شي کولاي چه خپل نهائي هدف دبشر خدمت وګرځوي بلکه لازم ده چه دخپلو معبودانو په خاطر کوښښ وکړي.

سومريانو شهري حاکمانو ته (passti) یا رب النوع ویل او دسومریانو په عقيده شهري کارونه د رب النوع حکومت دخوا تنظيم کيده . دسومريانو دسياسي مفکوري اصلي محور په ملي او شهري دولت باندي استوار دي.

الف) ملي دولت:

ملي دولت دښاري دولت سره فرق لري ځکه چه ملي دولت دهغه پراخه سياسي تشکيل څخه عبارت دي چه د څو وړو دولتونو څخه متشکل وي همدارنګه دملي دولت فعاليتونه سياسي او اقتصادي طرفونه په برکي نيسي دملي دولت حاکم دمعبودانو مجموعي هيئت دی چه په سرکي يي (آنو) يعني آسماني معبود قرار لري.

دبخواني عراق په سياسي نظرياتو کي پاچا دمعبودانو وکيل وو چه ددوي لخوا انتخابيده او د دغه پاچا د وظايفو دجملي يو هم دجنگ رهبري وه او بل دعدل اقامه کول ؤ ددوي په نظر دمعبودانو ترمينځ هم کشمکش وجود درلوده او هر کله چه دمعبودانو ترمينځ کشمکش واقع کيده دا حتمي وه چه دځمکي پر مخ کشمکش واقع شي.

دعراق په سياسي تفکر کي لويه برتري داطاعت کړنه وه ځکه چه دولت دخلکو په اطاعت او عاجزي باندي ولاړ ؤ او ددوي سلطه پدي اساس تثبيت او مقررات ئي تنفيذ وو.

دعراق سياسي تفکر له مخي دا ناممکنه وه چه بدون د سلطي څخه دجهان نظم مينځ ته راشي ، او دوي به ويل چه سلطه حق ده . دپاچا اوامر د  آنو  د اوامرو په شان وه هره خبره چه د پاچا دخولي څخه راوځي دا دمعبودانو خبره ده او هر فرد پدي باندي مکلف دي چه اطاعت ئي وکړي.

ب) ښاري دولت:

په پخواني عراق کي ښاري دولت دخاصو تشکيلاتو لرونکي ؤ او فعاليتونه ئي هم يواځي تقريباً اقتصاد او زراعت پوري مربوط ؤ. د زراعت حاکم ئي (لوي اِله) ؤ او دهغه نه په دوهمه درجه کي بيا يو(وړوکي اِله) ؤ او دهغه نماينده بيا يو عادي انسان ؤ او عادي انسان يواځي ددي هدف لپاره تعين کيده چه کار وکړي دهر کوچني اِله لپاره يوه وړوکي ساحه تعين شوي وه ترڅو په دي ساحه کي دنورو دکار کنترول او مراقبت وکړي يعني دتفتيش وظيفه ئي اجراء کوله ، ددي لپاره چه کار په مخ ولاړ شي او نتيجه ئي مثبته وي دغه اِله به کارگرانو ته مشوره ورکوله ددوي په فکر کي ديني او مذهبي  مسئول دمعبودانو نماينده وو  همدارنګه بله وظيفه ئي ددولت اداره او دخطرونو په مقابل کي ئي دفاع کول ؤ چه لوګل (Logal) نومیده.

سامانیان:

د(۳۰۰۰ ق.م) نه چه کوم اثار او مدارک په لاس راغلي نو دهغه به اساس کلده په دوه برخو ويشل شوي چه يوته ئي (سومر) او بل ته ئي (اکد) ويل. کلده په همدي وخت کي د(١١) يوولسو فاتحينو لرونکي وه چه هريو ددوي څخه ددي لپاره چه مطلقه قدرت لاس ته راوړي او يومستقل لوي دولت جوړ کړي په خپل مينځ کي په جګړو او جنګ باندي اخته ؤ بالاخره  د اکديانو او ځينو نورو سامي قومونو د راتګ له امله ښاري دولتونه له مينځه ولاړه او يو لوي سلطنت په کلده کي تشکيل شو چه پايتخت ئي دبابل ښارو دنجوم علم ، حساب ، فزيک او فلسفه دهمدي ځاي څخه يونان ته منتقل شوه. د تاريخ ليکونکو په حواله د بابل حکومت د سامي قومونو پواسطه مينځ ته راغلي دي . سامانيان يو غرني قوم ؤ نو ځکه ئي زيات قوت درلود او د کار حوصله ئي زياته وه.کله چه په بابل کي (sargan) حاکم ؤ نو سامانیانو پري حمله وکړه او تر خپل کنترول لاندي يي راوسته خو يواځي بابل نه بلکه د بين النهرين ټولي سيمي لکه سومر ، اور ، نیپ پور ، اکد او داسي نور ښارونه ئي قبضه کړل او يو لوي دولت ئي په کي جوړ کړ چه پايتخت ئي دبابل ښار ؤ ددي کورني (١٥) وگړو پاچاهي وکړه چه شپږم پاچا حمورابي نوميده حمورابي د (٢١٢٣) ق.م څخه تر (٢٠٨٠) ق.م  پوري پاچاهي کړيده. دغه پاچا دخپل قدرت په وخت کي يو قانون جوړ کړي ؤ چه دحمورابي دقانون په نامه ياديده او مونږ ئي تر مطالعه لاندي نيسو.

دحمورابي قانون:

دغه قانون په ١٩٠١ ميلادي کال کي پيدا شو چه اوس د پاريس په ښار کي د لارډ په موزيم که موجود دي. دغه قانون په يو تيږه باندي ليکل شوي چه ددغه تيږي اوږدوالي (3.25) متره دی دغه قانون (۲۸۲) مادی لری چه ددغو مادوڅخه يواځي  ٣٣  مادي لوستل شويدي په دي قانون کي دزراعت ، کښتۍ چلول ، دمينځي او غلام اخستلو مجازات ، ازدواج ، ميراث ، طلاق ، دروغ ، رشوت ، تجارت ، دنورو په حقوقو تجاوز ، معماري ، حق الزحمه ، د څارويو په کرايه ورکول او داسي نورو مسايلو باندي بحث شوي دي دحمورابي په قانون کي چه کوم اخلاقي مواد موجود ؤ دحقوقدانانو پام ئي ځانته اړولي دي ، اما دحمورابي قانون په ځينو ځايو کي ډير افراطي او مبالغ آميز شکل درلوده خو بيا هم قابل د تطبيق وو. دمثال په ډول هر وخت به چه ديو کور ديوال چپه کيده نو که چيري ددغه ديوال په اساس به د کور مالک ووژل شو نو پدي وخت کي به ئي لمړي دديوال معمار پيدا کاوه او هغه به ئي واژه او که چيري به دديوال په اساس دکور مالک نه بلکه د مالک ماشوم خپل ژوند دلاسه ورکاوه بيا به ئي معمار نه بلکه دمعمار ماشوم واژه لکه څرنګه چه مو مخکي دي خبري ته اشاره وکړه چه پدي قانون کي ځيني جزائي احکام موجود ؤ لازم ده چه څو مثالونه ئي ذکر کړو.

که چيري غلام فراري ته پناه ورکړي دغلام جزا مرگ وه دبلي خوا دهمدي قانون په اساس ددي ټولني وگړي په دوه برخو ويشل شوي وه چه يو ته ئي (Amilos) او بل ته ئي (Mashkmos) ویل (amilos) دشريفو خلکو په معني وه او (mashkmos) دعوامو څخه عبارت وه. څرنګه چه ددي ټولني وگړو يو دبل سره فرق درلوده نو حقوق ئي هم يو دبل سره جلا وه مثلاً : که يو کس د اميلوس دکورني څخه غلا وکړي نو دغلا شوي مال دري برابره به تري اخستل کيده که چيري د مشکموس لخوا څخه غلا شوي وه نود غلا شوي مال لس برابره به تري اخستل کيده که چيري غلام باندي جرم ثبوت کيده جزائي مرگ وه او که چيري د مشکموس کورني باندي د اميلوس لخوا جرم واقع کيده د اميلوس جزا نقدي جريمه وه.

قوبارو په دي هلکه وائي: پروفيسور قوبارو دپخواني عراق په سياسي ، نظامي او اجتماعي روابطو باندي انتقاد کوي او داسي وائي : ددغه ټولني وگړو دهغه چا حمايت کاوه چه د خلکو په وژلو کي ماهر وو او د غريبو او بي گناه اشخاصو چه هيڅ گناه او تقصير به ئي هم نه درلوده سپکاوي ئي کاوه هغه خلکو چه شديد جرائم ئي کول هغوي ته ئي نور جرائت ورکاوه او په مقابل که هغه اشخاصو چه نيک کارونه کول هغه ئي نور هم تهديدول قوي او قدرت لرونکو خلکو دکمزور او بيچاره اشخاصو خوراک ، څښاک او پوښاک تر پښو لاندي کاوه د کمزوره خلکو سره يي ډير بد چلند کاوه که چيري به ئي غلا کوله د سترگو په رپ کي به ئي واژه.

2ـ آسوريان:

دبين النهرين شمالي ځمکي ډير غرونه لري او ډير قوي خلکو په کي ژوند کاوه چه اسوريان بلل کيده.

څرنگه چه اسوریان جنگيالي ، زړور او په جگړو  کي يي اموخت درلود ترډيري مودي دبابل دپاچاهانو په دربار کي کار کاوه چه وروسته دقدرت خاوندان شول او دبابليانو څخه يي سلطنت ونيوه .

الف ) عسکري ترتيبات: اسوريان جنگيالي خلک وه او منظمي لښکري يي دجگړي دهر راز عملياتو لپاره درلودي دغه لښکري ئي په پياده او سوارو باندي ويشل شوي وي ، سپرو لښکرو غشي ، ليندي او نيزي درلودي همدارنگه ئي جنگي گاډي درلودي چه په هره يوه کي به دري کسه سپريدل، يوه ډله ييدښارونو دمحاصري لپاره روزلي وه چه په غليم به ئي ناڅاپه او په زور بريدونه کول او ديو ښار دنيولو څخه به ئي وروسته د بنديانو سره په بي رحمي چلند کاوه د بنديانو لاس ، پښي او نور غړي به ئي پري کول ، سترگي به ئي تري ايستلي او حتي دځينو څخه به ئي په ژوندوني پوستکي ايستلو دغليم خاوره به ئي تالا کوله ډير ځلي به ئي مغلوبين دخپل هيواد څخه ايستل او يا به ئي ټول قتل عام کول.

ب) د آسوريانو پاچا (پال) :

دآسوريانو څخه څو کسو پاچاهي کړيده ولي دپرمختگ دوره ئي ددوهم قرن څخه کله چه آسورياني پال سلطنت ته ورسيده پيل شوه نوموړي مصر او کلده ونيوله ددي ځايونو مرکزونو ئي تالا کړل او ټول شيان ئي خپل پايتخت (نيوا) ته راوړل. آسوريانو په فارسيانو ډير ظلمونه وکړل ددوي امران ئي اسيران کړل چه د اسوريانو امپراطوري پدي وخت کي دفارس څخه نيولي تر حبشي پوري پراخه وه.

ج) د آسوريانو مدنيت:

آسوريان طبعاً جنگيالي خلک او ډير بي رحمه وه ددوي مدنيت ددوي د پاچاهانو په برم تماميده هر يوه يي غوښته چه يو دبل نه لوي او د برمه ډک ځايونه ولري، په وروستيو کلنو کي د ماڼيو ډير بنسټونه پيدا شوي دي د ماڼيو په دروازو باندي د وزرلرونکي غويو مجسمي او دجگړو صحني رسامي شوي وي ددوي شاهي ماڼيو ډير لوي او جگ جگ ديوالونه درلودل حتي په ځينو ځايو کي يي ددروازوجگوالي د(٢٠) شل متره څخه هم لوړ ؤ.

د) د اسوريانو سياسي تفکر:

ددوي نظام تقريباً شاهي شکل درلوده چه په رآس کي به ئي پاچا قرار درلوده دغه پاچا د مطلقه قدرت لرونکي ؤ او زيات اميران او نوکران ئي درلودل چه دوهمه درجه قدرت ئي د نظامي اميرانو سره ؤ پاچا دملک زياته بوديجه په خپل شخصي مصرف او نظامي چارو مصرف کوله او هغه قومونه چه ددوي داستعمار لاندي وه دهغوي څخه به ئي مال او دارائي په زور او جبر سره اخستله لکه چه مخکي ورته اشاره وشوله دوي زياته دارائي پخپلو ماڼيو مصرف کوله.

هـ ) د آسوريانو سقوط:

خلک د اسوريانو دظلم څخه ډير په تنگ شوي وه نو په هر ځاي کي ددوي په وړاندي پاڅونونه پيل شول په پاي کي د اسوريانو د پاچا(پال) دمرگ څخه لږ موده وروسته بابليانو د ماوريانو سره لاس يو کړ او په پايله کي ئي د اسوريانو امپراطوري ختمه او ويجاړه کړه.

سياسي تفکر په هند کي:

دهند د پيدايښت تاريخ:

هند دتفکر او معرفت (٥٠٠٠) کلن تاريخ لري چه په دي دوران کي سياست، فلسفه، هنر،ادب او ذهني فعاليتونه موجود دي.

دهند څلور خواوي :

دهند څلور خواوي په هغه وخت کي د پنجاب څخه نيولي تر هماليا پوري او دکشمير څخه نيولي بيا دهند تر اقيانوس پوري غځيدلي وي خودهند فرهنگي قلمرو يواځي هند او پاکستان نه وو بلکه برما ، نيپال ، سريلانکا ، سینگاپور ، تايلينډاو کمبوديا دهند په فرهنگي قلمرو کي شامليدل . دهند په ځمکه کي د آريايانو څخه مخکي د (راويدي) په نوم يوقوم ژوند کاوه چه دغه قوم (٥٠٠٠) کاله پخوا ښارونه جوړ کړي وو همدارنگه ئي خط مينځ ته راوړي وه او داسي نور پرمختگونه ئي کړي وه. د (٢٠٠٠) ق.م  په اوايلو کي بومي نژاده اريايان دغه منطقي ته مهاجر شول او په همدي ځاي کي پاتي شول دوخت په تيريدو سره د (راويدي) قوم دتمدن اثار ددوي دذهن څخه ختم شول د ممن جودرو او هرپا  ښارونه چه اوس د پاکستان په خاوره کي شتون لري دهند د سياسي تفکر روښانه مثالونه دي . بايد ددي خبري يادونه وکړو چه مسلمانان د اوومي ميلادي پيړي په آخر کي دهند دخلکو سره په ارتباط کي شول دهند په عقايدو او فلسفه کي داسلام اثرات ډير عميق او پايداره دي.

مسلمانانو دخپل دين اساسي فکر دهند خاوري ته دځان سره راوړ او د تبليغ په اساس ئي دهند په خلکو کي پريښوده . محمد بن قاسم په (٦٩) هـ ش کال کي دهند خاوري ته راغي دده څخه وروسته سلطان محمود غزنوي او دهغه څخه وروسته لوی احمد شاه بابا به هند حکومت کړيدی. دمسلمانانو څخه وروسته بيا دغه خاوره د انگليسانو په لاس کي ولويده.

دپخواني هند سياسي تفکر:

په پخواني هند کي سياسي مفکورې په وسيع شکل وجود درلوده دپخواني هند سياسي مفکوره دعقد په اساس يعني حاکم او عوامو ترمينځ دعلاقي په اساس ولاړه وه اما دسياسي فکر د سلطي په باره کي اختلاف درلوده بعضو ويل چه اخلاق په يوه ناحيه کي او دين بايد په بله ناحيه کي قرار ولري ، ځينو نورو بيا ويل داخلاقو او سياست رابطه ددولت نهائي هدف دي خو ځينو بيا ويل چه اخلاق بايد د سياسي هدف لپاره قرباني شي. په هند کي بت پرستي زياد رواج درلوده چه استاد "ندوي" په دي رابطه داسي وائي:

په شپږم قرن کي د بت پرستي رنگ رنگ صورتونه موجود وه ، په ويدا کتاب کي د خدايانو شمير(٣٣) ښودل شوي خو بلکه ددغه څخه هم زيات دي ځکه هنداونو به چه هر نوي او تازه او جالب صنعت وليده هغه ته به ئي خداي ويل او دهغه عبادت به ئي کاوه . ځيني دنقره او طلا عبادت کاوه ځينو نورو د غرونو، جنگي سامان او حتي د تناسلي الي عبادت کاوه او همدارنگه به ئي د غوا او غوايانو عبادت کاوه چه په نتيجه کي ويلي شو په هند کي دينداري هسي عبثيات دي.

باقر قريشي دهند په باره کي داسي ليکلي: دهند خلکو دبت پرستي دانحرافاتو او دسياسي رشد دنه لرلو په اساس په بدبختي کي ژوند کاوه په هر صورت دهند سياسي تفکر ددين سره کلکه رابطه لري په دهند کي زيات دينونه مروج وو چه مهم ئي په لاندي ډول دي:

١. د برهما دين          ٢. د بودا دين             ٣. د جين دين

د يونان سياسي تفکر:

يونان د اروپا په جنوب ختيځ کي موقعيت لري چه تقريباً (50994) ميله مربع مساحت لري او د (١٢) ميليونو څخه اضافه نفوس لري. مخکي له دغه څخه چه اريايان دغه خاوري ته راشي بومي نژادو دلته ژوند کاوه او کله چه اريايانو اروپا ته مخه وکړه نو په (٣٠٠٠) ق.م کي يونان ته داخل شول د اريايانو اولين گروپ  اکين  ؤ چه دغه خاوري ته ننوتل چه په ورو ورو ئي دجنوب خواته پرمختگ وکړ دهغوي څخه وروسته ايوني او دهغوي څخه وروسته دوريان د يونان په مختلفو ځايونو کي ځاي په ځاي شويدي دوي د (١٠٠٠) کلونو په شاوخوا کي نه داچه يونان ونيوه بلکه د ايجن د بحيري شاوخوا ټول مناطق ئي دخپل لاس لاندي راوستل.

اريايانو د بومي نژاده خلکو څخه يو څه د مينځه يوړل او باقي نورئي د غلامانو په شکل ونيول په يونان کي اولين دولت د اکين لخوا په (١٦) ق.م قرن کي جوړ شوي دي . دوي د مي سن (Mycene) او ترينټ (Trynthe) په ښارونو کي د خپلي پادشاهي قصرونه جوړ کړل او ددوي تمدن تر (١٣٠٠) ق.م پوري په اوج کي ؤ.

په يونان کي دشهري دولت منځ ته راتگ:

په يونان کي د ښاري دولتونو د مينځ ته راتگ لوي علت دهغه منطقي جغرافيوي موقعيت وو ځکه چه د غرونو او دريابونو دموجوديت له امله د يونان د ښارونو ترمينځ روابط نه شواي ټينگيداي او بل داچه په هغه وخت کي  د ارتباط وسايل نه وه.

په يونان کي دښاري دولتونو دموجوديت بل عامل اقتصادي او سياسي اختلافات وه چه دغه اختلافات بالاخره په جگړو بدليدل دقومي اختلافاتو موجوديت هم په کي بي تاثيره نه وو لکه څرنگه چه د اکينانو ، ايونيانو او دوريانو ترمينځ چه موجود ؤ. دښـاري دولتونو دپيدايښت او مينځ ته راتگ بل لوي علت مذهبي تفاوت وه په دي معني چه هر يو ښار دخپل ځان لپاره ځانگړي مذهب درلوده او د هر يوه ښار اوسيدونکو به غوښتل چه دخپل مذهب اصول په بل باندي تحميل کړي.

په يونان کي ښاري  دولتونه د اشرافو په وسيله اداره کيدل، متوسط خلکو به په کي د گډون حق درلوده او غلامانو به په کي د برخه اخستلو حق نه درلوده.

په يونان کي ښاري دولتونه زيات وه مگر مهمترين يي د سپارت او اتن  ښاري دولتونه وه چه په لنډه توگه ورڅخه يادونه کوو.

دسپارت ښاري  دولت:

دسپارت دولت دپخواني يونان د لرغونو دولتونو څخه گڼل کيږي دسپارت سياسي نظام ډير ساده وو او د دوو موروثي شاهانو په وسيله اداره کيده مگر په سياسي برخه کي ددغو شاهانو ونډه کمه بريښيده ځکه چه نوموړو ځيني ځانگړي دندي ترسره کولي لکه دقضائيه قوه رياست او همدارنگه د جگړي په ساحه کي د عساکرو مشري او قيادت.

دسپارت دحکومت په راس کي د نظارت يو هيئت موجود وه چه تعداد ئي پنځو تنو ته رسيده دوي هم د پوره قدرت او نفوذ خاوندان وو. هرکال به دوي دپټي رائي په وسيله د عمومي مجمع لخوا انتخاب کيدل دسپارت دښاري دولت ټولنه ددريو طبقو څخه تشکيل شوي وه.

١_ اصلي سپارتيان چه د دولت حاکمه طبقه ددوي نه تشکيل شوي وه.

٢_ همسايه گان ، کسب گر او دهقانان چه د مدني حقوقو درلودونکي وه مگر دسياسي آزادي څخه برخورداره نه وه.

٣_ غلامان چه دا د اولي طبقي لس برابره جوړيدل دوي د مدني او شخصي حقوقو څخه محروم وه.

د اتن ښاري دولت:

اتن د یونان په شرق کښي موقیعت لري.اکینانو د پلاست په نوم يوي قبیلي سره چي اصلًا بومیان وه ژوند پیل کړ. د دوی دغه اختلاط او يوځای کیدل د جنګ پوسیله نه بلکي په تدریجي ډول سره يو ځای سول او په نتیجه کښي يي د اتن ښاري دولت مينځته راوړ.

د اتن اوسیدونکي په درو برخو ویشل سوی وه چي عبارت وه له:

1.     دمال خاوندان، نجیب او اشراف.

2.     دهقانان (بزګر).

3.     تاجران او کسب ګر.

په یونان کښي دین د تمدن او ترقی د اساساتو څخه شمیرل کیده اوهري سیمي جلا جلا خدایان درلودل. دغه کار د ښاري دولتونو د اختلاف يو عامل ګرځیده. يونانیانو به خپل خدایان د ښارونو په مينځ کښي په لوړو او جګو ځایونو نصبول. یونانیانو په ډیرو برخو کښي لاسته راوړني درلودي د مثال په توګه سینما او تیاتر،مجسمه جوړونه، علم او فلسفه. چي د علم او فلسفي په اړوند لاسته راوړني يي د یادوني او ستایلو وړ دي. په یونان کښي د سقراط، افلاطون او ارسطو په څیر د فلسفي لوی عالمان تیر سویدي چي په ذکر سوي علومو کښي زیاتي لاسته راوړني لري همدارنګه موږ د دغه علماؤ نظریات په ترتیب سره مطالعه کوو.

a)     سقراط: (۴۶۹ ق م – ۳۹۹ ق م)

سقراط په یونان کي زیږیدلی او د یونان د مشهورو فیلسوفانو له جملي څخه شمیرل کيږي او د افلاطون استاد ؤ.  

د سقراط سیاسي فکر:-

سقراط د ټولني او دولت پر اړیکو باندي ټینګار کوي او ددي ډول اړیکو شتون ډیر د اهمیت وړ ګڼي. سقراط وايي چي دولت باید ډیر واک او صلاحیت ولري.ځکه په يوه ټولنه کښي د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره باید دولت د پوره واک اوصلاحیت درلودونکی وي. وګړي باید د دولت او وضع سؤ اصولو اطاعت وکړي که څه هم دغه قوانین د وګړو په زیان وي.

د وګړو د خپلواکی په باب وايي: که چیري د یوي ټولني وګړي په خپله ټولنه کښي خوښ نه وي، کولای سي چي بلي ټولني ته ولاړ سي او حتا خپله شتمني هم د ځان سره انتقال کړي. سقراط دولت دارنګه تعریف کړیدی.

( دولت یوه خپلواکه ټولنه ده، چي وګړي په خپلواک ډول د دولت تابیعت قبلوي او یا يي ردوي او دولت د خلکو په خوښه مینځته راغلی دی)

نوموړی د دولت د زیات واک او صلاحیت د درلودلو تر څنګ د وګړو پر فردي آزادي هم ډیر ټینګار کوي.چي د مخالیفینو او معترضینو لخوا تر نیوکو لاندي راځي او وايي چي دا د یوه عالم پر فکري بي ثباتي دلالت کوي ځکه د دولت زیات واک د وګړو خپلواکي زیانمنوي خوخپله سقراط بیا پدي هکله ادعا کوي چي د وګړو د خپلواکی لپاره د دولت واک اړین دی او د وګړو د روحي آزادی لپاره مقدسه لاره ده چي له مخه يي وګړي له افراط او تفریط څخه ژغورل کيږي.

د حکومت د ډول اومشرتابه په اړه وايي: باید پوهان او عالمان حکومت وکړي،ډیموکراسي د پوهي په وړاندي هیڅ مانا نلری. سقراط د اشرافیت یا ارستو کراسي طرفدار ؤ.

د اتن د ژغورني یوازنی لار داده چي واکمن يي باید يو هوښیار او پوه شخص وي.همدارنګه د عمومي رائيو د سیسټم څخه باید ډډه وشي.د وګړو خپلواکي باید د ټولني د ګټو او قوانینو سره سمون ولري او وګړي باید خپل هیواد ته ژمن وي.

د سقراط د ژوند پر مهال په یونان کي مختلف خپلواک ښاري دولتونه موجود وه چي د اتن او پولي پونز ښاري دولتونو ترمینځ خونړی جګړه رامینځته سوه او په پای کښي د اتن ښاري دولت ماته وخوړه د وخت چارواکو او خلکو ددي ماتي لامل د سقراط سیاسي نظرونه وبلل او سقراط يي محاکمه کړ. محکمي د سقراط څخه غوښتنه وکړه چي د ځان لپاره خپل په خوښه سزا وټاکي. سقراط د ګوښه نشينی سزا وغوښته خو د نوموړي دغه غوښتنه رد سوه او د مجلس د (۵۰۱) غړو د جملي څخه (۲۸۱) رائيو نوموړي د زهرو د چښلو په سزا محکوم کړ.

b)    افلاطون (۴۲۹ ق م – ۳۴۷ ق م)

افلاطون د یونان د اتن په ښار کي په یوه اشرافي کورنی کښي زیږیدلی دی. نوموړی په یونان کي لمړی شخص ؤ چي اکاډمي يي جوړه کړه ، فلسفه او ریاضیات يي پکښي تدریس کول. د نوموړي څخه زیات آثار پاتي دي چي مهم يي عبارت دي له:

  1. جمهوریت ( The Republic)

  2. سیاسي شخصیت ( The Statesman)

  3. قوانین ( The Laws)

افلاطون خپل زیات عمر په علمي او سیاسي بحثونو تیر کړ.

د افلاطون سیاسي فکر:

افلاطون د سیاسي فکر او فلسفي پلار ګڼل کيږي. نوموړی وايي حکومتداري د یوه تعلیم یافته او پوه قشر دنده ده. شتمن خلک چي علم ونلري د حکومت کولو وړ نه دي. افلاطون زیاتوي چي په خلکو کښي ډیر ښه استعدادونه پیدا کيږي ځکه نو د تعلیم او زده کړي عاموالی ضروري دی پدي ډول نوموړي استعدادونه د تعلیم پواسطه رشد کوي د ولس او هیواد لپاره مثمر او مفید تمامیږي. افلاطون ټینګار کوي چي باید مناسب شخص په حکومت کښي په مناسبه وظیفه باندي وګمارل سي یا په بل عبارت (کار باید اهل کار ته وسپارل سي)

افلاطون د حکومت ډولونه په لاندي ډول تشریح کوي.

            i.            مونارشي:- د يوه هوښیار او منور شخص حکومت چي واکمن يي یو دنده پيژندونکی شخص وي او په مسؤلانه ډول حکومت کوي، افلاطون مونارشي د حکومت تر ټولو ښه ډول ګڼي.

          ii.            تیراني:- فردي استبدادي حکومت

        iii.            ارستوکراسي:- د اشرافو حکومت

        iv.            الیګارشي:- د څو تنو استفاده کوونکو خلکو حکومت

          v.            ډیموکراسي:- د خلکو حکومت

په پورته ذکر سو ډولونو کښي افلاطون د یوه هوښیار او فیلسوف شخص حکومت خوښوي. البته فیلسوف واکمن باید حکیم، زړه سواند او مهربانه شخص وي تر څو د ټولني خلکو ته يي خیر او ګټه ورسیږي.نه دا چي فیلسوف یو دیکتاتور شخص وي او زیاتوي که چیري واکمن حکیم او هوښیار نه وي نو باید قوانین موجود وي تر څو خلک د ضرورت په وخت کښي د واکمن پر ځای قوانینو ته مراجعه وکړي. افلاطون وايي چي دولت باید د واک او صلاحیت درلودونکی وي او په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي چارو کښي د دولت پر مداخله تاکید کوي.

افلاطون په یوه ټولنه کښي د عدالت طرفداره ؤ ځکه چي عدالت هم شخصي تقوا او هم عمومي تقوا ده.د عدالت پوسیله ټولني، وګړو او دولت ته خیر او ګټه رسیږي او د انسان لپاره تر عدالت لوړ مقام نشته.

c)     ارسطو:- (۳۸۵ ق م – ۳۲۲ ق م )

ارسطو د افلاطون د نامتو شاګردانو د جملي څخه ؤ او په یونان کي زیږیدلی دی. نوموړي د لمړي ځل لپاره په اتن کښی یوه ښوونیزه ليسه جوړه کړه چي اوس په ټوله نړی کي په ښوونیزه او روزنیزه برخه کي همدا نوم شهرت لري. ارسطو د یونان د مشهور امپراطور مقدوني سکندر استاد او سلاکار ؤ.سکندر مقدوني د ختیځو هیوادونو د نیولو لپاره د ارسطو د لاندي ذکر سوي نظر پیروي وکړه:

(سیمیز واکمنان بايد پر کوچنیو ډلو او واکمنیو باندي وویشل سي او مشران يي زیات کړل سي. تر څو د خلکو ترمینځ بي اتفاقي پیداسي او واکمنی ته لاره هواره سي)

 

د ارسطو سیاسی فکر:-

1)    له ټولني سره د انسان اړیکه:

انسان ټولنیز موجود دی، خپل ځان او خپل ډول پخپل هم ډوله کی ښه موندلای سي. څرنګه چي کل پر جز باندي مقدم دی همداسي ټولنه تر وګړو وړاندي او مقدمه ده. هر وګړی په یوه ټولنه کي پیدا کيږي، نه ټولنه په وګړو کي ځکه نو وګړي د ټولني او دولت تابع دي.

2)    دولت:

دولت د بشر تر ټولو لوړ او عالي جوړښت دی او هدف يي د ټولني د خلکو سوکالي او نیکمرغي ده. که چیري یو دولت د ټولني د خلکو د خوښی، نیکمرغی او سوکالی لامل نسي نو دا ډول دولت يو مردود دولت بلل کيږي. همدارنګه ارسطو هم د دولت د واک او صلاحیت غوښتونکی دی.

3)    اتباع:

د حکومت د ښو کړنو لپاره اتباع حق لري چي د حکومت چاري تر څارني لاندي ونیسي. دولت باید د خلکو د غوښتني سره سم کار وکړي.

4)    برابري (مساوات):

انسانان یو ډول ندي، نابرابري طبیعي امر دی.

5)    اساسي قانون:

اساسي قانون باید د ټولني د خلکو د غوښتنو، ګټو، شرایطو او اړتیاؤ په پام کي نیولو سره جوړ سي. په کومو برخو کښي چي انسانان مساوي دي، مساوات په پام کي ونیول سي.په کومه برخه کي چي ټول انسانان برابر ندي، طبیعي نابرابري ومنل سي.

 

6)ملت او خپلواکي:

غلامان په خپلواک ډول ندي پیدا سوي، بلکه غلامان په طبیعت کي غلامان پیدا سویدي.ارسطو وايي د غلامانو پرته نور وګړي د ټولني غړي او د دولت اتباع دي. د یونان اتباع تر بهرنیو او غلامانو لوړ او د مشری او واکمنی وړ يي ګڼي.

ارسطو د یونان ټولنه پر درو طبقو باندي ویشلي وه.

a.     اتباع

b.     غلامان

c.      بهرنیان

نوموړی ښځي تر نارینو کمزوري ګڼي او په سیاسي چارو کښي د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ارسطو د حکومت ډولونه دارنګه راښيي:

1.               مونارشي:-

د یوه هوښیار او منور شخص حکومت دی چي واکمن يي په بامسئولیته ډول حکومتداري کوي. کله چي فاسد سي په تیراني بدلیږي او د ناوړه مونارشي په نوم یادیږي.

2.               ارستوکراسي:

دغه ډول حکومت د اشرافو او نجباؤ لخوا اداره کيږي. کله چي فاسد سي په الیګارشي بدليږي.

3.               تیراني:

دا د استبدادي شخص حکومت دی چي عدل نه وي پکښي، د یوه شخص لخوا اداره کیږي او ناوړه حکومت دی.

4.               الیګارشي:

د څو تنو استفاده کوونکو خلکو حکومت دی.

5.               پولیټي:

د متوسطي شریفي طبقي حکومت دی، پدي ډول حکومت کښي عدالت موجود وي.

6.               ډیموکراسي:

ډیموکراسي د خلکو حکومت دی.ارسطو دا ډول حکومت نه خوښوي نوموړی ډیموکراسي د پولیټي حکومت فاسد شکل بولي. ارسطو د مونارشي حکومت طرفدار ؤ.

d)    اپیکور:-

اپیکور په (۳۴۲ ق م) کال په اتن کي زيږيدلی دی. نوموړي د اپیکوریانیزم ( Epicureanism ) په نوم مکتب چي د یونان د څلورو لویو مکتبونو د جملي څخه دی په ( ۳۰۶ ق م ) کال د اتن په ښار کښي ایجاد کړ.

د اپیکور سیاسي فکر:-

اپیکور پر مادیاتو او دهغوی د تکامل پر اصولو ( ماتریالیزم) باندي متعقد ؤ. نوموړی ملحد او د الله ج د وجود څخه منکر ؤ خو انسان دوسته شخص ؤ او د بشر سره يي زیاته علاقه درلوده.

ټولنیز ژوند او ټولنه:-

نوموړی وايي: ټولنیز ژوند پر وګړنیزو ګټو باندي ولاړ دی، ځکه نو په ټولنه کښي باید د ټولني ګټو ته پاملرنه وسي.دولت باید د ټولني وګړي د بهرنیو خطرونو او ګواښونو څخه وساتي. کله چي یو دولت خلک د بهرنیانو د ګواښ څخه نسي ساتلای بیا يي شتون ته هیڅ اړتیا نسته.

عدالت او ټولنیز حقوق:-

د نوموړي په اند ښه او بد کوم مکلفیت نلري، ښه او بد د یو تړون له مخي رامینځته کیږي. که څوک له چا سره ښه کوي نو مقابل لوری هم ښه ورسره کوي، که څوک له چا سره بد کوي په مقابل کښي يي بد ویني.

د عدالت د تأمین لپاره باید د ټولني په داخل کي کړني تر سره سي. ځکه د عدالت تأمین د ټولني په ګټه دی.

قانون:-

قانون د هغو مقرراتو ټولګه ده چي د ټولني د خلکو لخوا منل سوي وي او وګړي خپل ځانونه د قانون په چوکاټ کي برابروي. د ټولني وګړي حق لري چي د ځان په ګټه قوانینو او مقرراتو ته بدلون ورکړي.

اپیکوریان وائي:عدالت مو ددي لپاره خوښ کړیدی چي زموږ ګټه پکښي ده. که چیري قوانین او مقررات زموږ لپاره ګټور ثابت نسي نو اړ یو چي د قوانینو او مقرراتو څخه تيښته وکړو.

تقوا:-

اپیکور د افلاطون او ارسطو په څیر وايي: تقوا یوازي په پوهه کي نده. نوموړی منځلاریتوب، ملګرتیا او ارامي خوښوي له شهرت او افراط سره مخالیفت ښيي. د نړی انسانان او ملتونه يو دبل سره برابر ګڼي او د انسانانو تر مینځ هیڅ ډول لوړتیا  نه مني. د ټولو انسانانو د ښووني او روزني، مرستي او بشرپالني سپارښتنه کوي.

نوموړی وايي چي پوهان باید په يوه ګوښه ځای کي کښيني مطالعه وکړي او په دولتي چارو کي لاسوهنه ونکړي.

اپیکوریزم وګړنیزي او شخصي ګټي مني. هر چاته د کار کولو سپارښتنه کوي او ټينګار کوي چي ګټه يي هم باید پخپله وګړي ترلاسه کړي نه دا چي د ټولني لپاره قرباني ورکړي.اپیکوریزم په مادي ګټو راڅرخي او ماتریالیستي نظریه ده.  

 

 

رومي پوهان

1.       سیسرون:-

سیسرون په (۱۰۶ ق م) کال زیږیدلی او په (۴۳ ق م) کال کي مړ سویدی. کله چي په روم کي جمهوریت له مینځه ولاړ او د روم قیصر واک ته ورسیده. نوموړي استبدادي حکومت پیل کړ چي سیسرون ددغه استبدادي حکومت پر ضد عملي مبارزه پیل کړه. نوموړي به په ولسي غونډو کي د واکمن د کړنو پرضد ویناوي او نیوکي کولي. د روم د قیصر (ژولیس سزار) تر وژلو وروسته کله چي مارک انستوان واک ته ورسید نو سیسرون توند لاري خپله کړه او مبارزي ته يي نور هم شدت ورکړ. ځکه نو نوموړی په (۴۳ ق م) کال کښي ووژل سو. سیسرون ډیر کتابونه لیکلي دي چي مشهورترین کتاب يي د جمهوریت او قوانین په نامه دی. نوموړي خپل کتابونه د افلاطون په څیر د بحث او مباحثي له مخي ليکلي دي. ځيني شنونکي سیسرون فیلسوف نه ګڼي بلکه د سیاسي چارو،حالاتو او تاریخي پيښو شاهد ، سياسي شنونکی او عملي مبارز يي بولي.

د سیسرون سیاسي فکر:

سیسرون دولت په ټولو خلکو پوري اړوند ګڼي او وائي چي: حکومت باید د خلکو لخوا جوړ سي نه د یوې کورنی یا یوه شخص لخوا. همدارنګه نوموړی وايي چي ټولنه د خلکو د ګډو ګټو، عدالت ، یووالي او مصالحو په موجودیت کي رامینځته کیږي. سیسرون د قوانینو په هکله وائي: د انسانانو لخوا رامینځته سوي او وضع سوي قوانین تر هغو پوري حقیقي بڼه نلري تر څو چي د اسماني یا حقیقي قوانینو سره سمون ونلري. دده په اند صحیح قانون اسماني قانون دی چي تل تر تله قائم دی. عقل او منطق ورسره ګډ او دوې مهمي دندي لري چي عبارت دي له (امر او نهي).

امر مثبت اړخ لري ، موږ ته لارښوونه کوي چي کوم کارونه باید تر سره کړو او نهي منفي اړخ لري ، موږ ته لارښوونه کوي چي کوم کارونه باید تر سره نکړو.

د انسانانو لخوا وضع سوی قوانین د بشر د سلامتی او د هیواد د ساتني لپاره رامینځته سويدي خو الهي قوانین پری برتر دي. نوموړی ټول انسانان برابر او مساوي ګڼي، ټول خلک د واکمنی حقدار ګڼي او د نړیوالي ټولني د جوړیدو وړاندیز کوي. سیسرون انسانان د دوو ټولنو اتباع ګڼي:

a.                 نړیواله ټولنه

b.                دولت

    همدارنګه انسانان د دوه ډوله قوانینو تابع بولي:

a.     اسماني قانون

b.     مطلقه یا وضعي قانون

   سیسرون اسماني قانون پوره او مطلقه یا وضعي قانون نیمګړی ګڼي.

د سیسرون مشهور شعار:-       موږ د قانون نوکران یو نو ځکه خپلواکي غواړو.

2.     ســـــــــنکا:

لوسپوس انایوس سنکا د روم د نوموتي ډرامه لیکونکي او فیلسوف مرکس اناسویس زوی دی. نوموړی په (۳ ق م) کال د قرطبي په ښار کي چي اوس د هسپانيي یوه برخه ده زیږیدلی دی.د کوچنیوالي څخه يي په روم کي زده کړي وکړي. سنکا د روم د واکمن د لور سره د میني په تور د روم څخه وشړل سو چي وروسته بیا د نرون په واکمني کي د روم د سنا د مجلس غړی سو.کله چي نوموړی د نرون د وژلو د هڅي په توطیه کي تورن وګڼل سو، نرون د سنکا د وژلو امر وکړ خو سنکا د جزا تر لیدلو مخکي د شوګران زهرو پواسطه په (۶۵  م) کال ځانوژنه وکړه. 

سنکا د لوی خدای ج په وجود عقیده درلودله خو پیغمبران يي نه منل. کله چي په (۶۴  م) کال د روم ښار وسوځیده سنکا د خپلي پانګي زیاته برخه د ښار د بیا جوړوني لپاره ورکړه.

د سنکا سیاسي فکر:

سنکا وائي عقل د ژوند هنر دی، ښه ژوند موخه نده. نوموړی زیاتوي امانت، عدالت، مهرباني او زغم انسان سوکالی ته رسوي. هوښیار او پوه وګړي په زیاتو لذتونو او خوندونو پسي نه ګرځي. د ډیرو کتابونو د لوستلو پر ځای باید ښه کتابونه ولوستل سي. له سیاسي موخي پرته په کوم ګوند یا سیاسي ډله کي ګډون مه کوی، که موخه شتون ونلري څنګ ته پاته کیدل او ګډون نه کول ښه دي او که مو څوک دي ته اړباسي چي د نامطلوبي ډلي سره بي موخي ګډون وکړی نو ښه داده چي په ډله کښي پټه خوله پاته سی.

د پوهي او فلسفي ښوونه داده چي هرشي معقول نه دی. سنکا ویل: الله ج د هر څه نه ساتنه او څارنه کوي، ښه خلک خوښوي، دعاګاني مني او د انسانانو سره مرسته کوي.د سنکا سیاسي فکر د روم د خلکو استاذي  کوله چي د نوموړي مفکوره د روم د واکمنی د سقوط لامل ګڼل کيږي. سنکا د روم پخوانی جمهوریت ستایلی او شاهي رژیم يي غندلی دی ځکه يي نو د روم دجمهوریت د بیا جوړولو لپاره هلي ځلي کولي. د نورو واقعیاتو په څیر يي عقیده درلوده چي د سیاستوالو نه پرته د ټولني نور وګړي هم کولای سي چي د ټولني خدمت وکړي. 

اسلامي سیاست پوهان

سید جمال الدین افغان:

علامه سید جمال الدین افغان سید صفدر زوی د کونړ ولایت د اسدآباد د ساداتو په کورنی کي په (۱۸۳۹ م) کال زیږیدلی دی.

کله چي سید جمال الدین افغان وزیږید په افغانستان کي د انګریزي ښکیلاک له امله کورنی بی ثباتي او اړودوړ موجود ؤ.پدي وخت کي امیر دوست محمد خان د خپلو مخالیفینو د نیولو هوډ وکړ چي پدي ډله کي د سید جمال الدین پلار سید صفدر هم په کابل کي نظربنده سو.

د سید جمال الدین زده کړي او مبارزي:

لمړنی زده کړي يي پخپل کلي او د ننګرهار ولایت د کامي ولسوالی د شیرګړ په مدرسه کي تر سره کړي او بیا یو کال د خپل پلار سره په کابل کي میشت او زده کړو ته يي دوام ورکړ،عربي ادبیات يي زده کړل او د نورو زده کړو لپاره هندوستان ته ولاړ او د هغه ځای مختلیفو سیمو او کلیو ته يي سفرونه وکړل.د هند کلتور، مذهب او ورځنی چاري يي د نژدي څخه مطالعه کړي، هندي ژبه يي زده کړل او له هند څخه وروسته د حج د فریضي د ادا کولو لپاره مکي مکرمي ته ولاړ او کله چي يي هلته په سل ګونو زره تنه مسلمانان ولیدل چي په ګډه د حج مراسم او فرائض ادا کوي نو دا فکر ورته پیدا سو چي مسلمانان کولای سي چي یوه ګډه اسلامي ټولنه جوړه کړي. د حج د فریضي د ادا کولو وروسته افغانستان ته راغلی او د پوځي زده کړو فکر ور سره پیدا سو. دا مهال په کابل کي د محمداعظم خان واکمني وه. د وخت امیر د هرات د نیولو پلان جوړ کړ او امیر وتوانید چي د سیدجمال الدین افغان په مرسته د هرات ولایت ونیسي. نوموړي ته امیر محمد اعظم خان په خپل حکومت کي د ستر وزیر چوکی ورکړه. خو د امیر محمد اعظم خان واکمني په لنډ وخت کي له منځه ولاړه او امیر شیرعلي خان واک ته ورسید. وروسته د امیر شیرعلي خان او سیدجمال الدین افغان تر مینځ اړیکي خرابي سوي او سید جمال الدین د هیواد وپريښودلو ته اړ سو.نوموړی هند ته ولاړ او هلته د خلکو د تاوده هر کلي سره مخ سو.د هند حاکم دولت د نوموړي څخه د اوسیدو د وخت پوښتنه وکړه او سید جمال الدین ور سره د دوو میاشتو پاته کیدو ژمنه وکړه. د یوه هندي سوداګر په کور کي دیره سو.د نوموړي د هر کلي،ستړي مسي او مشورو غوښتني لپاره به په لومړیو ورځو کي لس ګونه تنه راتلل او بیا سل ګونو تنو ته ورسیده چي له امله يي د هند د حکومت سره تشویش پیدا سو.د هندوستان د علماؤ سره د ناستي پر مهال د هند د حکومت استازی راغی او سید جمال الدین ته يي وویل: تر دوو میاشتو پوري ستاسو پاته کیدل په هند کي زموږ په زیان تمامیږي.ناست علماء په قهر او غصه سول خو سید جمال الدین ورته د صبر، زغم او حوصلي د ساتلو لارښوونه وکړه. دا وخت هندوستان هم د انګریزي ښکیلاک په واک کي ؤ.افغان سید جمال الدین ناستو مشرانو ته وویل: خپلواکي اخیستل کيږي ورکول کیږي نه،خپلواکي په سر ښندونو تر لاسه کيږي، الله (ج) ته مخه وکړی او د الله تعالي (ج) په ملګرتیا او نصرت به د انګلستان ټولواکمن ګلدستون له ماتي سره مخامخ سي.

ناستو خلکو وژړل سید ورته په خطاب کي وویل:ژړا د ښځو کار دي، د خپل حق د غوښتني لپاره قرباني ته چمتو سی.

نوموړی تر دي وروسته د سویس هیواد ته ولاړ او بیا له هغه ځایه مصر ته ولاړ او هلته د الازهر په پوهنتون کي د استاد په صفت مقرر سو.تر څنګ يي محصلینو او ځوانانو ته د زده کړو او سیاسي مبارزي د پیل غوښتنه کول.د لویدیځ ښکیلاک څخه د خپلواکی او ملي یووالي او د نړی د مسلمانانو تر مینځ د ملي وحدت لپاره يي په عملي مبارزه ټینګار کاوه.په مصر کي د انګریز پلو د مقاومت او مزاحمت سره مخامخ سو او له هغه ځایه ترکيي ته ولاړ.هڅه يي وکړه چي د ترکيي مسلمانان د استعمار د نقشو او د عثماني ټولواکمنی د زوال او له مینځه تګ څخه خبر کړي.نوموړي په استانبول کي د ترکيي د لمړي وزیر سره ولیدل د مسلمانانو د یووالي او پوهني د زده کړي سپارښتنه او لارښوونه يي ورته وکړه.او ددي کار د عملي کولو لپاره يي د زده کړي د سیستم د دودولو د کمیسیون وړاندیز وکړ.کمیسیون جوړ او سید جمال الدین ته يي د غړیتوب وړاندیز وسو اوسید جمال الدین قبول کړ.وروسته د ځینو ستونزو سره مخامخ سو او په پای کي د ور پیښي سوي ناروغی له کبله په (۱۸۷۹ م) کال د مارچ د میاشتي په (۹) نیټه وفات او د ترکيي د استانبول په ښار کي خاورو ته وسپارل سو.په (۱۹۴۴م) کال د ملت د بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنی پر مهال يي جسد کابل ته راوړل سو او د کابل پوهنتون په انګړ کي خاورو ته وسپارل سو.

د سید جمال الدین افغان سیاسي فکر:

د لویدیځ ښکیلاک څخه د ختیځو هیوادونو د خپلواکی ګټل،خلاصون او ژغورنه.په ټولنه کي د ظلم،استبداد او فساد له مینځه وړل.د ټولني د هوسایني،سوکالی او پرمختګ لپاره پر ښوونه او روزنه ټینګار. نوموړی د فردي حکومت مخالف ؤ او پر ځای يي د خلکو له ارادي سره سم حکومت طرفداره ؤ.خو ددي حکومت چاري باید د اسلامي شریعت تر سیوري لاندي د شرعي قوانینو په رڼا کي مخته یووړل سي.د حکومت والي لپاره يي د هوښیارانو او د ټولني د ممتازي طبقي د خلکو موجودیت د نظام د جوړښت لپاره اړین باله.

د سید جمال الدین له نظره حکومت دوه ډوله ؤ:

·        دیني حکومت

·        بي دیني حکومت

 دیني حکومت: د خلکو په خوښه او د خلکو لخوا د اسلامي شریعت په چوکاټ کي د یوه قانون او شورا په لرلو سره خپلي چاري تنظیموي.پدي ډول حکومت کي د خلکو ګډون حتمي دی.قانون حاکم دی او خلک د وینا خپلواکي لري.

بي دیني حکومت:د خلکو د ګډون پرته رامینځته سوی وي. یو کس او یا هم یوه کورنی واکمنه وي.د ملت رضایت ور سره نه وي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کي نه وي.

دین: د انسانانود خلاصون او ژغورني لپاره یوازنی دین د اسلام مبارک دین او محمدي شریعت دی، د اسلام په مبارک دین کي د نیکی لپاره مکافات او د بدو په مقابل کي مجازات ورکول کیږي.چي همدا د یوي ټولني د پرمختګ او سوکالی بنسټ دی. د انسانانو د ژوندانه ټولو برخو (سیاسي،فرهنګي،اجتماعي او مذهبي) چاروته رسیدګي کولای سي.

قرانکریم د ټولو انسانانو د لارښووني لپاره راغلی دی باید په سمه توګه تفسیر او تشریح سي.ځکه چي د ژوندانه د ټولو اړخونو لپاره لارښووني لري او د نړی ټول انسانان باید د الله تعالي وحدانیت ته تسلیم سي. الله (ج) د ښو خلکو ملګری او مرستندوی دی.

ملي ژبه: د یوي ټولني او هیواد د پر مختګ او هوسایني لپاره د ملي ژبي درلودل اړین دي.څومره چي د یوي ټولني لپاره دین ضرور دی په هغه اندازه د ملي یووالي لپاره ملي ژبه ضرور ده.نوموړی د هند د هیواد بیلګه وړاندي کوي او وايي چي وګړي يي پر ګڼو دینونو او ډیرو مذهبونو عقیده لري.ډیري ژبي لري نو د یووالي او اتحاد لپاره يي ملي ژبي ته اړتيا لیدل کیږي.

دین او سیاست: که دسیاست موخه د انسانانو د ژوندانه ښه والی،سمون او پرمختګ وي همدارنګه د خلکو ترمینځ د ښو اړیکو شتون وي نو دا ټول مسايل او داسي ورته نورو مسایلو حل،لارښوونه او پر عمل ټینګار د اسلام په مبارک دین کي شتون لري اسلام او سیاست سره جلا ندي.څرنګه چي ټولنه دین ته ضرورت لري داغه رنګه سیاست ته هم اړتیا لري.

زده کړي: د ټولني د پرمختګ او ښه حکومت د جوړیدو لپاره د علم او پوهي زده کړي ته اړتیا ده.د دیني علم د زده کړي تر څنګ نور علوم او هنر هم باید حاصل سي تر څو د ټولني د پرمختګ او اسانتیاؤ لامل سي.

د واکمن په باب نظر: د اسلامي هیواد واکمن او مشر باید اسلامي شریعت او قانون تطبیق کړي. د خلکو غوښتنو او ضرورتونو ته رسیدګي وکړي.که واکمن د خلکو اړتیاوي نسي پوره کولای،عدالت او قانون نسي پلی کولای بیا يي اطاعت پکار ندی.

وګړي او ټولنه: انسان عقل او شعور لري.د ښو او بدو توپیر کولای سي.الله تعالي په ټولو مخلوقاتو کي اشرف المخلوقات پیداکړی او پر نورو يي لوړتیا او برتري ورکړیده. انسان تر زیږیدني وروسته په مختلیفو پړاونو کي قرار نیسي.په ماشومتوب کي کورنی ، وروسته کلیوالي، بیا ټولنیز، هیوادنی، سیمیز او نړیوال حیثیت غوره کوي. د ټولني دود او دستور خپلوي او انسان له همدي امله ټولنیز موجود دی.د ټولني د پرمختګ لپاره د پوهي زده کړي ته زیاته اړتيا ده او انسان باید پوهه ترلاسه کړي.

 

 

 

3 comments:

  1. سلام،
    آیا تاسو د یو عاجل پور ته د کوم هدف لپاره ستاسې د سوداګرۍ او یا د تمویل ته اړتیا لري؟ موږ تصديق پور روکونکو ته جواز .موږ ته سوداګري تصدي، تجارتي او افراد د نړیوالو پورونو د 3٪ ارزانه سود کچه وړاندې کوي. کېدای شي دا پور په لنډ یا اوږد مهاله، او حتی که تاسو چې ژر به ستاسو پور پروسس په توګه موږ ستاسو غوښتنه تر لاسه بد پورونو تاریخ لري. مونږ یوه خپلواکه مالي ادارې، موږ نن ليک سره اړیکه؛ oceanlenders05@gmail.com

    ReplyDelete
  2. مننه ددی ليکنی څخه می پخپل درس کی ډيره فايده واخسته داليکنه چاکړی نوم يی هتمن ولکی مننه

    ReplyDelete
  3. ډېره ښکلې لیکنه کور مو ودان

    ReplyDelete